نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

په امریکایي وسلو د اوکراین پوځ سمبالول، پانګونې لپاره له ایلان ماسک څخه د سویلي کوریا غوښتنه او له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د وتلو بهیر دوام د نن ورځې د نړیوالو خبرونو په ټولګه کې ولولئ.

د امریکا په «هویټزر» وسلو د اوکرایني ځواکونو سمبالول

د اوکراین توپچي واحدونو چې د امریکا په هويتزر وسلو سمبال دي باخموت ښار ته څېرمه یې د روسیې ځواکونو پر پوستو ډزې کړې دي.

د اوکراین د توپچي ځواکونو یوه پټنځای ته نږدې یوه ۲۲ کلن قوماندان انډري رویټرز ته ویلي د امریکا له خوا جوړ شوي «هویټزر ام۱۱۹» د روسي وسلو په پرتله ښه کار کوي.

اوکرایني ځواکونو رویټرز ته ويلي چې د هویټزر کارول اسانه دي او لږ وخت نیسي.

له بلې خوا د اوکرايني ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هم د باخموت ښار په فضا الوتنې کوي ترڅو په دې ښار کې د روسي ځواکونو موقعیت پيدا او د «هویټزر M119» په کارولو سره یې په نښه کړي.

په همدې حال کې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز پر خپله فېسبوک‌پاڼه یوه راپور کې اعلان کړی چې باخموت او شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده.

په دغه راپور کې ويل کيږي چې روسي ځواکونه نه دي توانېدلي د دغه ښار د شمال لوېدیځ په دوو کلیو کې پرمختګ وکړي.

له ایلان ماسک څخه په سویلي کوریا کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد غوښتنه

سویلي کوریا د تېسلا او سپېس اېکس کمپنيو له مشر ایلان مسک څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

یونهاپ خبري اژانس د سویلي کوریا د ولسمشر یون سیوک یول د یوه مرستیال په حواله راپور ورکړی چې ښاغلي یون امریکا ته د خپل سفر په لړ کې د چهارشنبې په ورځ له ایلان مسک سره وکتل.

د سویلي کوریا ولسمشر هم ټینګار کړی چې سیول چمتو دی د مالیاتو په ورکولو کې له تېسلا سره همکاري وکړي.

د یونهاپ د راپور له مخې ماسک یون ته وویل چې سویلي کوریا د تېسلا د لویو فابريکو جوړولو لپاره یو له اصلي نوماندانو څخه ده او هغه به له سيوا ليدنه وکړي.

ایلان ماسک او تېسلا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چین، اردن او تونس له سوډان څخه خپل وګړي وایستل

په تازه پېښو کې چین، اردن او تونس خپل وګړي له سوډان څخه وایستل.

چین اعلان کړی چې له سوډان څخه یې تر ۱۱۰۰ زیات خپل وګړي د پوځي کښتۍ په واسطه ایستلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ د چارو عمومي مدير وو شي وويل چې په سوډان کې د چين سفارت له سوډان څخه د چين او نورو هېوادونو د وګړو د ايستلو لپاره له هېوادونو سره همکاري کوي.

په همدې حال کې د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویاند سینان المجالي هم اعلان وکړ چې دغه هېواد د پنجشنبې په ورځ د پوځي الوتکو په وسیله له سوډان څخه په لسګونو امریکایان، کاناډایان، بریتانوي، فرانسويان، ایټالویان او دنمارکيان له سوډانه ايستلي دي.

سعودي عربستان هم د سوډان له بندر څخه جدې ته د بهرنيو وګړو په ايستلو بوخت دی.

د اوربند له پیل راهیسې سعودي عربستان او اردن د خپلو او نورو هېوادونو د وګړو د ژغورلو لپاره لسګونه عملیات ترسره کړي دي.

له بلې خوا ویل شوي چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم له خرطوم څخه وتلي او ګاونډي هیواد کینیا ته لیږدول شوي دي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې د سوډان د پوځ او د «چټک غبرګون» ځواکونو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې لږترلږه ۵۱۲ کسان وژل او شاوخوا ۴۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.