سوداګري

لغمان کې د حاصلاتو د پلور د خراب بازار په اړه د کروندګرو اندېښنه

سید ابرار چې کلونه کېږي، پر خپله ځمکه سبزي کري وایي هرکال زرګونه افغانۍ پر خپله کرونده د سبزیجاتو پر کرلو لګوي، خو د مناسب بازار د نشتون له امله یې حاصلات په سمه بیه نه پلورل کېږي.

هغه زیاتوي، له یوه لوري د طالبانو ادارې نه پاملرنه له بلې خوا د مناسب بازار نشتوالي دوی ناهیلې کړي دي.

نوموړی وایي: «د کرنې ریاست ځینو خلکو  تخمونه ورکړي، مونږ ته یې تر اوسه څه نه دي راکړي. ما هلته اوس بېنډۍ کرلې بازار خو خوند یې نشته، تخم یې راته په دوه نیم زره تمام شوی، او اوس مې یو من بېنډۍ په ۴۵ افغانۍ وپلورلې دا وګوره زیان دی که نه.»

انارګل بیا په خپلو کروندو کې ګلپي او بادرنګ کرلي وایي، په ډېرې سختۍ یې حاصل ته رسولي، خو اوس یې بازار کې بیه ټیټه او له زیان سره مخ دی.

هغه زیاتوی، د چارواکو له خوا ورکړل شوي اصلاح شوي تخمونه هم هغسې چې دوی یې ستاینه کوي حاصل نه ورکوي.

انارګل وايي: «تخمونه هم نه راځي موږ ته که راځي هم دومره ښه پایله یې نه ده لرلې او کېمیاوي سره د پخوا په شان ښې نه دي.»

کروندګر وایي، که یې حاصلاتو ته سړې خونې جوړې او په مناسب وخت بازار ته وړاندې شي نو له زیانونو به وژغورل شي.

بل لور، په لغمان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، دوی هڅه کوي د بزګرانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

په لغمان کې د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي محسن وایي، هڅه کوي چې د يو شمیر پانګه‌والو او مرستندویه بنسټونو پرمټ په دې ولایت کې د سړو خونو د نشتون ستونزه هواره کړي.

هغه زیاتوي: «په خپل وخت کې موږ له کروندګرو سره مرسته کړې،  له سوداګرو سره مو خبرې کړې چې د کرنې برخه کې پانګونه او د بزګرانو لاسنیوی وکړي او هغه سبزیجات چې نورو ملکونو ته ځي د ساتنې لپاره ورته سړې خونې جوړې او همدلته یې وساتو او د خرابېدو مخه یې ونیسو.»

داسې باور کېږي که اوسنۍ اداره له بزګرانو سره لازمې مرستې وکړي او ستونزې يې حل کړي، پر لغمان سربېره د هیواد د ګڼو نورو ولایتونو بزګران به د ننه په هېواد کې د سبزیجانو او تازه مېوو له پلوه د هېوادوالو اړتیا پوره کړي او له بهرنیو هېوادونو به د دغو توکو د وارداتو مخه ونیول شي.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې ډېری وګړي یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې د کرنې له لارې برابروي، خو د کرنې برخې پوهان پر حکومتونو نیوکه کوي او وايي، لکه څنګه چې لازمه ده د کرنې برخې د عصري کولو لپاره کار نه دی شوی او نه هم د بزګرانو لاسنیوی شوی دی.

دوی وایي، که کرنیزه برخه عصري او د بزګرانو لاسنیوی وشي ښايي په هېواد کې کاري فرصتونه زیات او د ډېری هېوادوالو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده حل شي.