نړۍ

د ځمکې نړیواله ورځ؛ په امریکا کې د چاپېریال ساتنې فعالانو له بیا کارول شویو موادو ګرځنده وسایل جوړ کړل

د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د چاپیریال ساتنې یو شمیر فعالانو له کارول شویو موادو څخه د فلوریډا په کي ویسټ ټاپو کې د چاپیریال د پاک ساتلو ترسر لیک لاندې کمپاین کې د انسان په وسیله مجسمې او وسایل جوړ کړل.

د دې کمپاین برخه والو د شنبې په ورځ د کي ویسټ په کوڅو کې د ۲۱ مجسمو او ګرځنده وسایلو سره چې له ریسایکل موادو څخه جوړ شوي دي وګرځېدل.

د “کي ویسټ” هنر او تاریخ ټولنې مشر، کوري کنورټوټو په دې اړه وویل: “د ځمکې د ورځې په مناسبت له کارول شویو موادو جوړ شوي ګرځنده وسایلو ته په کتلو، پوهیږو چې په ځمکه کې څه پېښیږي.”

د اپریل  ۲۲مه چې د ځمکې له ورځې سره سمون لري؛ په دې ورځ، د موسمي بدلون فعالین په ټوله نړۍ کې راټولیږي، په رضاکارانه توګه نیالګي کښینوي او له چاپیریال څخه د کثافاتو په پاکولو کې مرسته کوي.

په ټوله نړۍ کې د ځمکې ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې نړۍ له سخت موسمي بدلون سره مخ ده.

په وروستیو اونیو کې د امریکا ځیې برخې سختو توپانونو ځپلي. په ورته وخت کې تایلنډ هم د ګرمۍ د سختې څپې شاهد و او پرون په دغه هېواد کې د توپان له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي.

د اقلیم پوهانو خبرداری ورکړی چې د نړۍ منځنۍ تودوخه ښايي په ۲۰۲۳ یا ۲۰۲۴ کال کې خپل اوج ته ورسیږي.