نړۍ

په سوډان کې د نښتو دوام؛ تلفات ۸۳ تنو ته رسېدلي

په سوډان کې د پوځ او د «چټک غبرګون ځواکونو» په نوم ملیشه ځواکونو ترمنځ له درېيو ورځو راهیسې وسله والې نښتې روانې دي.

دا نښتې ملکي دولت ته د حکومت د سپارلو لپاره د پوځ اقداماتو د یوې برخې په توګه د سوډان د دوو ډلو ترمنځ د شنبې په ورځ له پوځ سره د «چټک غبرګون ځواکونو» د یو ځای کولو پر سر د اختلاف له امله، پیل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې ویلي چې د اپریل له دیارلسمې نېټې راهیسې په پلازمیني خرطوم کې ۸۳ تنه، په سویلي کوردوفن، شمالي دارفور، شمالي ایالت او یو شمېر نورو سمیو کې ۸۳ تنه مړه او څه د پاسه زر تنه ټپیان شوي دي.  

دغه سازمان ویلي چې تراوسه په خرطوم کې سختې نښتې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز له ښکېلو لوریو غوښتي چې د روغتیايي څارنې په برخه کې بې پرېتوب ته درناوی وکړي او د نښتو پرمهال د ټپيانو لپاره د روغتیایي امکانانو نامحدوده لاسرسی تضمین کړي.

د «چټک غبرګون ځواکونو» ویلي چې د سوډان د ولسمشرۍ ماڼۍ، د خرطوم نړیوال هوایي ډګر او یو شمېر نور ښارونه او تاسیسات لکه د پوځ د قوماندانۍ مرکز او د دې هېواد د سمندري ځواکونو قومانداني یې نیولي دي؛ خو پوځ دا ادعا رد کړې ده.

له بلې خوا، شاهدان وایي چې د سوډان وسله والو ځواکونو د یکشنبې په ورځ په جګړه کې پرمختګ لرلی او د ملیشه ځواکونو پر مرکزونو یې هوایي بریدونه کړي دي.

له بلې خوا، د ولسمشر مرستیال او د چټک غبرګون ځواکونو قوماندان محمد حمدان داګالو، په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې له پوځي ولسمشر او د سوډان د پوځ له مشر سره یې هېڅ اړیکه نه ده لرلې.

پوځي ولسمشر او مرستیال یې په سوډان کې د جګړو دوه اصلي لوري دي چې په کورنۍ جګړې ددغو نښتو د بدلېدو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

دا نښتې د خرطوم د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې او د پلازمیني اوسېدونکی د اوبو او خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

له بلې خوا، په سوډان کې د ملګروملتونو سازمان پلاوي ویلي چې دواړه لوري د نښتو د درې ساعته درولو لپاره سره سلا شوي ترڅو ملکي وګړي له زیانمنونکو سیمو بهر شي، خو له لږ ځنډ وروسته دغې هوکړې ته بې پامي وشوه او نښتې یو ځل بیا پیل شوې دي.

د خوړو نړیوال سازمان هم ویلي چې د خپلو درېیو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته یې په موقت ډول خپل بشردوستانه فعالیتونه ځنډولي دي.