افغانستان

ریچارد بنت: نړۍ باید پر طالبانو لازیات بندیزونه ولګوي

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له آمو ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ظالمانه سیاستونو په غبرګون کې پر هغوی لازیات بندیزونه ولګوي.

ښاغلي بنت چې په نیویارک کې یې د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې خبرې کولې، د آمو خبریال ته یې وویل چې طالبان له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ خپلې لومړۍ واکمنې خپل هماغه سیاستونه تکراروي.

هغه آمو ته وویل: «زما باور دا دی، دوی هغه کارونه چې له ۹۶ تر ۲۰۰۱ ترمنځ کلونو کې یې کړي تکراروي. کله چې تېر وخت ته وګورو داسې ښکاري چې هماغه فرمانونه چې څه د پاسه شل کاله مخکې یې صادر کړي وو اوس یې تکراروي. داسې ښکاري چې د دوی سیاستونه نه دي بدل شوي. نه وایم چې دوی په بشپړ ډول د تېر په شان دي، خو ډېر هغه وخت ته ورته دي او دا د نړیوالې ټولنې لپاره بل ډول ننګونه ده. زما په اند نړیواله ټولنه باید په پرلپسې توګه غبرګون ونه ښيي بلکې باید په لومړي صف کې ودرېږي او عملي کارونه وکړي، زه له دې قدرته برخمن نه یم، خو نور یې لري.»

ریچارډ بنت د دې پوښتنې په ځواب کې چې عملي ګامونه څه دي وویل: «عملي کارونه لکه دا چې باید پرېکړه وکړي چې غواړې د دې وضعیت پروړاندې څه وکړي، آیا لا زیات بندیزونه به ولګوي؛ پر طالبانو.»

ښاغلي بنت د دې ځانګړې مرکې په بله برخه کې آمو ته وویل چې نړۍ باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني او له هغوی سره د اړیکو د عادي کولو هڅه ونه‌کړي.

هغه وایي: «غواړم ووایم چې په رسمیت پېژندل کولای شي رسمي او همداراز غیررسمي وي. لکه د هغو کړنو عادي کول چې د منلو وړ نه دي. د هغو خبرو له مخې چې له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو سره مې لرلې درک کوم چې هغوی له نړیوالې ټولنې غواړي د ښځو او نارینه‌وو د برابرۍ او بشري حقونو اړوند مسایل چې د منلو وړ نه دي باید عادي نه کړي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې د بیان ازادۍ، بشري حقونو او ښځو حقونو لپاره فضا تر شپږو میاشتو مخکې زیاته ناوړه شوې.

ښاغلی ریچارډ بنت چې د نیوزیلنډ وګړی دی د بشري حقونو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې اوږده مخینه لري. هغه د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر لومړۍ جینوا کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د دې سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو.

ټاکل شوې له آمو سره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت بشپړه ځانګړې مرکه د روان لمریز کال د وري میاشتې پر ۲۵ جمعه شپه د ماښام ۷ بجې د آمو ټلویزیون له یویټوب څخه خپره شي.