ورزش

د هېواد په کرېکټ کې د خوست د ځوانانو ونډه

په خوست کې د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، چې د دې ولایت ځوانانو تل له دې لوبې سره لېوالتیا ښودلې او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې زیاتې شوې چې همدا د دې لامل شوی په دې برخه کې نوي ځوانان وځلېږي.

ددې ولایت اوسېدونکی تنکی ځوان حفیظ ځدراڼ چې په دې برخه کې د ښه راتلونکي په تمه هره ورځ د کرېکټ تمرین کوي وايي له دې لوبې سره د زیاتې مینې له امله اړ شو چې مسلکي کرېکټ ته مخه کړي.

دغه ۱۶ کلن هلک چې د کرېکټ په برخه کې یې وړتیاوې ستایل شوې هیله من دی چې یوه ورځ د هېواد په کچه په لویو ټیمونو کې ولوبېږي او افغانستان ته ویاړونه په برخه کړي.

حفیظ ځدراڼ وايي، هیله لري یوه ورځ په ملي لوبډله کې د راشد خان په شان د غوره لوبغاړي په توګه لوبېږي.

هغه زیاتوي: «د کرېکټ ډېری لوبغاړي له دې ولایت څخه دی دا په دې معنی چې دلته دغې لوبې ډېر پرمختګ کړی او مینه‌وال یې زیات دي، خو له بده مرغه چې لوبغاړو ته یې آسانتیاوې نه دي برابرې شوې ترڅو دوی خپلې وړتیاوې لازیاتې کړي.»

نوموړی وایی، په په خوست کې د کرېکټ یوه اکاډمي شته خو روزونکي یې کم دي او د دې ولایت لپاره بسنه نه کوي، له دې امله باید د کرېکټ بورډ مسوولین په دې برخه کې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

اخوا، په خوست کې د یوې شخصي اکاډمۍ خاوند او روزونکی محمدخان ځدراڼ چې د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي یې هم په خپله اکاډمۍ کې روزلي وايي، له خپل شخصي روزنځای څخه یې غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته وړاندې کړي دي.

ښاغلی ځدراڼ رحمن الله ګربز، نورعلي ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن او داسې نور هغه لوبغاړي بولي، چې دلته یې تمرین کړی او اوس په ملي لوبډله کې لوبېږي.

هغه زیاتوي، نوي لوبغاړي هم د روزول په حال کې دي چې په راتلونکي کې به یې د غوراوي سیالیو ته معرفي کړي.

له بلې خوا، د ځینو لوبلړیو برابروونکي وايي، چې کرېکټ د خلکو ترمنځ د مینې او یووالي لامل شوی دی.

په خوست کې د کرېکټ لوبلړۍ مسوول صدیق بابکرخېل، چې په دې وروستیو کې یې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره کړې وايي، کرېکټ ځوانانو ته سالم مصروفیت او روغتیا لپاره غوره لار ده.

د خوست ولایت اوسېدونکي هم له کرېکټ سره د دوی د زیاتې مینې خبره کوي، خو ترڅنګ یې له مسوولینو ځینې غوښتنې هم لري.

د دې ولایت اوسېدونکی کمال الدین کمال وايي، که څه هم ددې ولایت زیات شمېر ځوانان د کرېکټ غوره لوبغاړي دي، خو په دې برخه کې لوبغاړو ته دومره پاملرنه نه ده شوې.

کمال زیاتوي، په دې وروستیو کې په لیرو پرتو سیمو کې د کرېکټ لوبې زیاتې شوې او زیات شمېر ځوانان په بېلابېلو لوبډلو کې لوبې کوي.

د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکی هارون اشنا هم نیوکه کوي، چې په لیرو پرتو سیمو کې د مسلکي کرېکټ لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

هغه وايي، چې د کرېکټ بورډ له مسوولینو غواړي چې په ولسوالیو کې لوبغاړو ته د مسلکي کرېکټ د زده کړې زمینه برابره کړي.

د کرېکټ لوبې شنونکي هم په دې ولایت کې کرېکټ ته د ځوانانو د لېوالتیا خبره کوي.

د کرېکټ شنونکی او سپورتي خبریال ابراهیم مومند وايي: «خوست د افغان کرېکټ په برخه کې مهم رول لري او په ټولو لوبډلو کې ددې ولایت غوره لوبغاړي لوبې کوي، ځکه خلک له دې لوبې سره ځانګړې مینه لري.»

اخوا، په خوست کې د کرېکټ سیمه‌ییز مسوولین هم وايي چې په دې وروستیو کې د خوست د سیمه ییز کرېکټ په برخه کې د هڅو زیاتېدل د دې لامل شوي چې د هېواد په کچه د دې ولایت ځوانان دغې لوبې ته مخه کړي.

په خوست کې د کرېکټ بورډ د مطبوعاتو مسوول اکبرعلي سمون وايي: «په دې وروستیو کې د خوست په ولسوالیو او لیرتو پرتو سیمو کې د کرېکټ لوبې زیاتې شوې، ځکه ولایتي کرېکټ اداره په دې برخه کې هڅې کوي ترڅو لازیات لوبغاړي وروزل شي، موږ غواړو په نږدې راتلونکي کې د ولسوالیو او مرکز په کچه لوی ټورنمنټ ترسره کړو چې نوي لوبغاړي به پکې وځلېږي.»

د یادونې وړ ده چې د هېواد په ملي لوبډله کې رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، ابراهیم ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، شاهد کمال، ضیا شریفي او نورعلي ځدراڼ او د ۱۹ کلنو په لوبډله کې عابدالله تڼیوال، خلیل احمد، خالد تڼيوال، نصیر حسن، اکرام احمدي او جمشید ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې له خوست ولایت څخه یې کرېکټ پیل کړی دی.