افغانستان

په زابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین

له زابل څخه سرچینې وايي، چې د نیالګیو کېنولو په دې پسرلني کمپاین کې به د دې ولایت په مرکز کلات او نورو سیمو کې زرګونه د مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي.

د کلات ښار اوسېدونکي د نیالګیو کېنولو پر دې کمپاین د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، تمه لري چې د کلات ښار اوسېدونکي او ښارولي د نیالګيو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د زابل ولایت یو ځوان اجمل بیا ددې ولایت له ښاروالۍ غواړي چې د پارکونو او مېله ځایونو رغولو ته پام وکړي.

اجمل زياتوي: «ډېر خوښ يو چې زابل کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو دا به د هوا د پاکوالي او لپاره ګټور وي، خو له ښاروالۍ غواړو چې د پارکونو او مېله ځايونو زرغونتیا او ساتنې ته پام وکړي.»

د کلات ښار يو اوسېدونکی محمد نذیر هم د ښاروالۍ ددې اقدام ستاينه کوي او له ښاريانو غواړي چې په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.

نوموړی زياتوي: «خوښ يو چې په دې ځای کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شوی او د ځوانانو د مېلو لپاره زمينه برابرېږي، له ټولو زابليانو غواړو چې د نيالګيو ساتنه او پالنه وکړي او له څارويو یې وساتي.»

نن د زابل ولایت په مرکز کلات کې د ځوانانو په همکارۍ د ښاروالۍ لخوا د نیالګیو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پيل شو.

په کلات کې د طالبانو ښاروال لطف الله لطفي وايي، ددې کمپاین پرمهال به په کلات ښار کې زرګونه د مېوې او زیني نیالګي کېنول شي.

نوموړی زیاتوي، دوی هڅه کوي چې ځوانان ته د تفرېح لپاره مناسب مېله ځایونه او پارکونه جوړ کړي.

هغه زياتوي: «د نوي کال په راسېدو سره د ښار د ښکلا او هوا د پاکوالي په موخه د نیالګیو د کېنولو پلان لرو ترڅو میله ځایونه او پارکونه ورغول شي.»

په زابل کې د نيالګيو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پيلېږي چې د هېواد په یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د پسرلي په رارسېدو سره د نیالګیو کېنولو بهیر روان دی.

د یادولو وړ ده چې طالبانو پارکونو او مېله ځایونو ته د ښځو پر تلو بندیز لګولی چې دې چارې خلک په تېره بیا مېرمنې ناهیلې کړې دي.