افغانستان

ننګرهار کې روږدي کسان: زموږ مرکز یې ړنګ کړ، خو درملنه نشته

طالبانو په دې وروستیو کې جلال‌آباد ښار کې د روږدو کسانو د راټولېدو شل کلن لوی مرکز ړنګ کړ، خو پر نشه‌يي توکو اخته کسانو درملنه یې ونه‌کړه او اوس هغوی پر سړکونو او عامه ځایونو کې دېره دي.

ډېری روږدي کسان اوس د ښار په ګلدانونو او عامه لارو کې نشه‌یي توکي کاروي، چې خلکو ته یې ستونزې راولاړې کړې دي.

د جلال‌آباد ښار اوسېدونکی نواب خان وایي: «دلته روږدي کسان ډېر شوي، له دوی څخه نور خلک هم اخته کېږي او ماشومان هڅوي چې دا کار وکړي.»

د جلال‌آباد ښار یو بل اوسېدونکی عبیدالله وایي، د همدغو روږدو کسانو له امله ګڼ شمېر کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او که یې درملنه ونه‌شي نو ښايي نور وګړي هم پر نشه‌یي توکو روږدي کړي.

هغه زیاتوي: «د سړکونو پر غاړه په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی، په دې لاره چې تېرېږو سخت بد بوی ترې راځي، خلکو ته یې تنفسي ناروغۍ پیدا کړې، موږ هیله لرو چې د دوی درملنه وشي او همداراز د کار زمینه ورته برابره شي، ترڅو په راتلونکي کې نور ځوانان په نشو اخته نه شي.»

په نشه یي توکو روږدي کسان هم پر طالبانو نیوکه کوي او وايي، مرکز یې ورته ړنګ کړ، خو درملنې ته یې پاملرنه نه کېږي او غوښتنه کوي، چې درملنې ترڅنګ د کار زمینه ورته برابره کړي.

خاکسار چې له کلونو راهیسې نشه‌یي توکي کاروي وایي، هغه له خپل اوسني حالته سخت په تنګ دی او هیله کوي چې درملنه یې وشي.

نوموړی زیاتوي: «موږ هم غواړو چې له دې ځایه ولاړ شو خپل کور ته، ځکه کله چې خپل ځان ته وګورو له ژونده په تنګ شو او اندېښنه مو لازیاته شي.»

پخوانی مستری نظرشاه چې اوس نشه‌یي توکي کاروي وايي، له کلونو راهیسې کورنۍ او عادي ژوند ترې پاتې دی.

هغه هیله‌من دی، چې طالبان یې درملنه وکړي او له درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي ترڅو خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

نوموړی ریاتوي: «ډېر په تنګ شوی یم، شپږ بچیان مې دي، په نشو اخته یم، مستري هم یم او ډرېور هم، موږ غواړو چې درملنه مو وشي او کار راکړل شي.»

اخوا، د طالبانو روغتیايي مسوولان بیا وايي، د روږدو کسانو درملنه يې د کارونو په لومړیتوب کې ده او لومړی ددغو کسانو درملنه کوي او وروسته به د مسلکي زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس محمد رحیم قلندري زیاتوي: «د دوی لپاره درملنه او مسلکي کارونه په پلان کې لرو، چې له درملنې وروسته به په ځینو مسلکي برخو کې وروزل شي، یو شمېر روږدي کسان اوسمهال د روزنې په حال کې دي او نورو ته هم دا زمینه برابروو.»

عام وګړي هم تمه لري، چې مسوولین ژرترژره روږدي کسان راټول او درملنه یې وکړي.

د روغتیایي مسوولین په وینا، په تېر یو نیم کال کې یې په ننګرهار کې د ۲۱۱۹ روږدو کسانو درملنه کړې چې  ۱۱۵۰ لویان، ۱۷۲ ماشومان او ۱۹۷ ښځې په کې دي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال د کب په څوارلسمه نېټه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار په څلورمه ناحیه کې په نشه د روږدو کسانو لوی مرکز وتړل شو.

له دې مخکې طالبانو د کابل په پُل سوخته کې هم د روږدو کسانو لوی مرکز ړنګ کړی و.