ورزش

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ له دوهم پړاو څخه د خلکو هرکلی

د افغانستان د فوټسال غوره لیک سیالیو دوهم فصل، له دوو اونیو راهیسې د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوی دی.

د نیمروز سعادت او د کابل زیتوب د فوټسال لوبډلو د سلواغې په ۲۶مه لومړنۍ لوبه ترسره کړه.

د هرات اتحاد، د کابل زیتون، د نیمروز سعادت، د کابل ظاهر اسد، د سرپل باستان، د بغلان خراسان ځوانان، د غزني عصر جدید، د کابل صداقت، د هرات شمس او د پنجشېر پېروزي لوبډلې د افغانستان د فوټسال د غوره لیګ په دوهم فصل کې سره سیالي کوي.

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ سیالۍ هره ورځ هره ورځ په ځایي وخت د مازدیګر په څلورو او د ماښام په شپږو بجو د کابل په کوربتوب د افغانستان د فوټسال فډراسیون د فوټسال په تالار کې ترسهر کېږي.

ددغو سیالیو په څلورمه اونۍ کې د نیمروز سعادت فوټسال لوبډله په څلورو بریاوو او دوولسو امتیازونو په اخیستو د سیالیو په سر کې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د فوټسال غوره لیګ سیالیو دوهم فصل د ډېری خلکو له هرکلي سره مخ شوی او د ورځې سلګونه دا لوبې تعقیبوي.

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره شو چې د اتحاد فوټسال لوبډلې اتلولي خپله کړه.

د جمهوریت له سقوط وروسته، د ننه په هېواد کې له بېلابېلو ورزشي څانګو، لوبغاړو او سپورتي لوبو ملاتړ پيکه شوی دی.

طالبانو په تېرو اتلسو میاشتو کې د مېرمنو پر وزرش ډېر محدودیتونه لګولي چې دا محدودیتونه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.