د ننګرهار ولایت له عمومي زندان څخه طالبانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ تنه ازاد کړل، چې د دوی په وینا جرمونه یې واړه وو.
د دې ولایت استناف محکمې لپاره د طالبانو رییس محمد ګلاب فاروقي وایي، په خوشي شویو بندیانو کې ۵ ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.
نوموړی وایي، د دوی جرمونه درانه نه وو ځکه یې خوشې کړي او په خبره یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې به دوی ته ورته د نورو بندیانو په اړه هم پرېکړه وکړي او خوشې به یې کړي.
فاروقي زیاتوي: «دا کسان چې ۵ ښځې او ۱۱ ماشومان پکې شامل دي جرمونه یې واړه وو نو له همدې امله خوشی شول. د پاتې بندیانو دوسیې به هم یوه میاشت کې وڅېړو که جرمونه یې درانه نه وو ازادوو یې.»
ننګرهار کې د طالبانو د عمومي زندان مسول مولوي بلال شاهین وایي، چې اوسمهال له دوی سره شاوخوا ۱۱۰۰ تنه بندیان دي.
نوموړی وایي په بندیانو کې ۶۵ ماشومان او ۵۰ ښځينه دي، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او په دې محبس کې ساتل کېږي.
شاهین وایي: «له موږ سره اوس د ۶۵ ماشومانو او ښځو په ګډون زندان کې ټول ۱۱۰۰ تنه بندیان دي، دوی په بېلابېلو جرمونو نیول شوي دي.»
خوشی شوي زندانیان بیا خوښ دي، چې خپلو کورنیو سره یوځای شول.
عصمت الله وروسته له ۳ میاشتو بند راخوشی او خپل کور سره یوځای شو. هغه وایي هېڅوک له لامل پرته جرم نه کوي بلکې له ناچارۍ په ناوړه کارونو لاس پورې کوي.
هغه له طالبانو غواړي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړی وایي: «هېڅوک له مستۍ او په ښه زړه جرم نه کوي، خلک بېوزله دي او له همدې امله جرمونه کوي، که طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي نو هېڅکله به جرم ونهکړي.»
په خوشي شويو بندیانو کې درې ډوله شامل وو، چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې یوه ډله یې د بند موده پوره کړې او بله ډله یې هغه کسان وو، چې مقابل لوري ورته ابراء وکړه او درېیمه ډله هغه کسان دي، چې جرم یې کم وه.
عام خلک هم په دې باور دی چې ډیری خلک له ناچارۍ جرمونه ترسره کوي او د طالبانو رژیم باید دوی ته د کار زمینه برابره کړي.