ښځې

زده کوونکې: د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، زموږ یوازینۍ هیله ښوونیز مرکزونه وو

یو شمېر نجونې چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو له امله ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې وايي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته، د دوی یوازینۍ هیله په ښوونیزو مرکزونو کې زده کړه وه چې طالبانو هغه هم د دوی پرمخ وتړل.

ښځې مه حذفوئ

صوفیه حیدري چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده وايي: «د کورونا ویروس د خپرېدو له امله مو دوه کاله درسونه ګډوډ شول او پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته، موږ ښوونځي ته له تلو منع شوو او یوازینۍ هیله مو په کورسونو او ښوونیزو مرکزونو کې درس ویل و چې هغه هم وتړل شول.»  

دغه زده کوونکې نجلۍ زیاتوي: «لیک لوست زموږ حق دی او طالبان نه شي کولای دا حق له موږ واخلي او ښځې او نجونې له ټولنې حذف کړي، دوی باید له دې زیات د خلکو په زړونو کې کرکه رامنځته نه کړي.»

نړۍ ولې یوازې ننداره کوي؟

د یوولسم ټولګي زده کوونکې فهیمه نوري ددې په بیانولو سره چې یوازینۍ غوښتنه یې د ښوونیزو مرکزونو پرانیستل دي، طالبانو ته په خطاب کې وویل: «پرېږدئ موږ درس ووایو له ښوونیزو دورو پرته، موږ بله لار نه لرو، د ښوونځیو دروازې خو مو تړلې دي.»

دغه زده کوونکې زیاتوي: «باید زموږ حقوق راکړل شي او باید هېرې نه کړای شو. څه د پاسه درې اونۍ کېږي چې زموږ پرمخ پوهنتونونه هم تړل شوي او ټول خلک او نړیوال یوازې ننداره کوي؛ خو ولې؟»

د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو مسوولین وایي چې طالبانو ورته ویلي، اجازه نه لري چې نجونې د زده کړو لپاره ورشي، پرته له هغې به قانوني چلند وسره وشي.

دا په داسې حال کې دي چې سرچینې وایي، د کابل په ډېری برخو کې د نجونو پرمخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو درازې پرانیستې دي.

د طالبانو ادارې د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا، د دوشنبې په ورځ په یوه لیک کې سپارښتنه کړې چې د شپږم او هغې ټیټو ټولګیو نجونو مدرسې او هغه ښوونیز مرکزونه چې د موسسو له خوا تمویلېږي، د فعالیت اجازه لري.

دغه وزارت همداراز ښځینه ښوونکو ته هم حکم کړی چې د حجاب په رعایتولو او بشپړ ډاډ سره ټولګیو ته حاضرې شي او په هغه صورت کې چې ځایي مسوولینو یې مخه ونیوله دا موضوع په رسمي توګه د پوهنې له وزارت سره شریکه کړي؛ خو د پوهنې وزارت ویاند ددې لیک د تاییدولو په اړه څه نه وايي.

خو له شپږم ټولګي پورته نجونو واک ته د طالبانو په ستنېدو سره د زده کړو د دوام اجازه نه ده ترلاسه کړې او ښوونځي پرمخ تړلي دي، خو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته طالبانو په یوه ناڅاپي اقدام سره نجونو پرمخ ټول پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه وتړل او د شلو ورځو په تېرېدو سره یې د بیا پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د مالوماتو له مخې، له دې مخکې د خصوصي پوهنتونونو ټولنې مسوولینو د پوهنتونونو د ستونزو خبره کړې وه چې د خصوصي پوهنتونونو له کابو ۲۰۰ زره محصلینو څخه اویا زره یې نجونې دي چې له زده کړو د دوی په بې برخې کېدو سره، د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولین تصمیم لري چې خپل فعالیتونه ودروي.

دا په داسې حال کې دي چې دوې ورځې مخکې یو مخکښ ترکي دیني عالم محمد ګورمز د طالبانو حکومت د پوهنې له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره په کتنه کې ویلي و چې د نجونو د زده کړو مخنیوی د منلو نه دی.