په پاکستان کې د افغان ماشومانو د زنداني کېدو لړۍ چټکه شوې ده. د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، یوازې د کراچۍ په زندان کې د هغو دوه زره افغان بندیانو له ډلې، چې د زندان سختې شپې ورځې تېروي ۵۰۰ یې خوشي شوي او نور لا هم په زندان کې دي.
په پاکستان کې د یوې ځایي رسنۍ خبریال له آمو سره په خبرو کې وايي، چې لاهم د افغان ماشومانو د زندانۍ کېدو لړۍ روانه ده.
نوموړی وایي، هره ورځ لسګونه افغان ماشومان د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې په بې رحمۍ سره زنداني کېږي، چې په خبره یې طالبان باید د دې کار د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په دې هېواد مېشت د بشر حقونو فعالانې هم د پاکستاني حکومت دا چاره غندي او له هغوی غواړي چې د افغان پناه غوښتونکو او ماشومانو له زنداني کېدو لاس واخلي.
د بشري حقونو یوې فعالې د نوم نه ښودلو په شرط د آمو خبریال ته وویل، چې دوی هڅې پیل کړې، ترڅو افغان ماشومان له دې حالته وژغوري، خو په خبره یې اړتیا ده، چې دا ماشومان له خوشي کېدو سره سم خوندي ځای ته ولېږدول شي.
نوموړې وایي، افغان ماشومان په زندانونو کې د نورو ستونزو ترڅنګ له سختې لوږې سره هم مخ دي.
بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم د پاکستان دا چاره د ماشومانو له حقونو سرغړونه بللې او په دې تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.
دغې استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ شوه ویلي: «پناه اخیستل یو انساني حق دی او د پناه غوښتونکو د ۹۵۱۱ کنوانسیون پر اساس د دې کنوانسیون غړي باید هغه پناه غوښتونکي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی سزا نه کړي.»
دوی په پاکستان کې د افغان ماشومانو د زنداني کېدو لړۍ د ماشومانو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې او غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره دې افغان ماشومان له بنده خوشي کړي.
د پاکستان دې اقدام په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه راپارولي او پاکستان یې له بشري حقونو سرغړوونکی هېواد بللی دی.
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي، سره له دې چې پاکستان د ښه ګاونډيتوب دعوه کوي، بیا هم له افغانانو سره د بشر حقونو ضد غیر انساني چلند کوي.
دوی له طالبانو غواړي چې د دې ستونزې د اواري لپاره اقدام وکړي او هلته له ستونزو سره د مخ افغان ماشومانو ژوند وژغوري.
هغه راپور چې اسوشیتد پرس خپور کړی، د پاکستان د پولیسو له قوله په کې ویل شوي چې دا افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله زنداني شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ماشومانو د بندي کېدو او په زندان کې د دوي د حالت انځورونه هم خپاره شوي، چې د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو او ښځو د بد وضعیت ښودنه کوي، او لیدل کېږي چې افغان ماشومان د پاکستاني پولیسو له لوري په بد وضعیت کې شپې ورځې تېروي.
په پاکستان کې افغان سفارت هم مني، چې په سلګونه افغان ماشومان او مېرمنې د پاکستان په زندانونو کې سختې شپې او ورځې تېروي.
دوی وایي سره له دې، چې پاکستان له دوی سره د بندي افغانانو د خوشي کولو ژمنې کړې؛ خو لا یې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د قانون خلاف یې خپل دې عمل ته دوام ورکړی دی.