شپاړس کلنه شازیه د نهم ټولګي زده کوونکې ده. هغه که څه هم په غوږونو څه نه اوري؛ خو دا ستونزه خپله کمزوري نه ګڼي او هيلو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
شازیه چې اوس د طالبانو د حکم له مخې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې، ډېره خواشینې ده او خپلې ټولې هیلې نیمګړې ګڼي. نوموړې د لاسونو په اشارې خبرې کوي مشره خور یې راضیه موږ ته د هغې د خبرو مفهوم بیانوي.
د شازیې مشره خور راضیه علي زاده وایي چې شازیه د جمهوریت پرمهال، له غرمې وروسته په یوه بجه له ښوونځي راستنېده او له ډوډۍ خوړلو وروسته، د رسامۍ د زده کړې کورس ته تله او تر ماښامه به هلته بوخته وه، د شپې به یې هم مطالعه کوله او هره شپه به یې د سبا لپاره پلانونه کوله.
د شازیې کورنۍ یوه کوټه هغې ته بېله کړې ده، د نوموړې په کوټه کې د لوست کتابونه او د خیاطۍ وسایل تر سترګو کېږي.
راضیه وایي چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او ښوونځي ته له منع کولو وروسته، شازیه ډېره خواشینې شوه او له رواني پلوه یې زیان لیدلی دی.
هغه زیاتوي: «احساس مو کاوه چې شازیه له ژونده ستومانه شوې؛ خو موږ هڅه وکړه چې نوموړې ته روحیه ورکړو او د خیاطۍ او لاس ګنډلو وسایل مو ورته برابر کړل ترڅو هغه وهڅوو؛ خو بیا هم وینو چې ښوونځي ته د هغې مخنیوی ډېره ناوړه اغېزه پرې کړې ده.»
که څه هم د شازیې د کورنۍ ټول غړي نوموړې ته پاملرنه کوي؛ خو د شازیې له وضعیته داسې ښکاري چې ښوونځي ته یې پر تلو بندیز ناوړه اغېزه پرې کړې ده.
دا نجلۍ په انځورګرۍ کې ډېره وړتیا لري او په دې برخه کې یې د پام وړ آثار پنځولي دي.
د شازیې خور د هغې استعداد ته په اشارې سره وايي: «د نوموړې وړتیا په ټوله کورنۍ کې بې سارې ده او موږ ټول ترې ملاتړ کوو. د درس او مطالعې ترڅنګ، په لاس ګنډل او خیاطۍ کې هم مهارت لري او په ډېری برخو کې له پراخې وړتیا برخمنه ده، ځکه ددغو وړتیاوو په لیدلو سخت خوشحاله کېږو.»
راضیه یو ګرځنده ټلیفون لري او پر فېسبوک، انستاګرام او ټویټر پاڼې لري او د افغانستان او نړۍ خبرونه او بدلونونه تعقیبوي.
هغه د لاسونو په اشارې سره وايي چې هیله منه ده یوه ورځ وکولای شي بیا ښوونځي ته ولاړه شي او زده کړه وکړي، د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره ګټوره تمامه شي.
د نجونو پرمخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره، د شازیې په شان سلګونه نجونې چې له زده کړو بې برخې شوې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې دي. دوی اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او د راتلونکي په تمه شپې ورځې تېروي.