افغانستان

ننګرهار کې سلګونه زره جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده

ننګرهار کې اوس هم لسګونه زره جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو په واک کې کې ده. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، په بېلابېلو سیمو کې د تېر حکومت پرمهال په زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، خو تراوسه یې په وړاندې اقدام نه دی شوی.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالباري وایي، تر ډېره دا ځمکې مافیايي ډلو او زورواکو غصب کړې او پر عامو خلکو یې پلورلې ده.

نوموړی وایي: «په تېر جمهوریت کې زورواکو او مافیا سم چور جوړ کړی و، موږ ډېرې چیغې وکړې، خو چا مو غږ وا نه ورېده باور وکړئ زرګونه جریبه ځمکه په ښار او ولسوالیو کې غصب شوې ده.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی ګل محمد له آمو سره په خبرو کې وویل، چې په ډېری غصب شویو ځمکو خلکو کورونه جوړ کړي، چې ښايي په ړنګېدو یې لویه ستونزه رامنځته شي.

نوموړی وایي، د ښار په هره ناحیه کې ځمکې غصب شوې او لا هم اوسني یو شمېر چارواکي د ځمکو د غصب په لټه کې دي.

هغه زیاتوي: «طالبان باید له غاصبینو ټولې ځمکې را وګرځوي په ډېری ځایونو کې یې په خلکو پلورلې، دوی ته باید یوه لاره ولټوي که داسې ونکړي ښایي لویه ستونزه رامنځته شي، دا بې وزله خلک به څه کوي.»

اشرف بیا د جلال اباد ښار اړونده کابل هډې سره په معلولینو ښارګوټي کې یوه اندازه ځمکه اخیستې، خو وایي اوس وېره لري، چې کور یې ړنګ نشي.

نوموړی وایي: «ما په سختۍ اوس کور جوړ کړی غریب سړی یم، دلته زرګونه خلک اوسېږي، ټول دولتي ځایونه او خلکو اخیستي دي، طالبان باید دوی ته یوه اندازه وټاکي چې نه خلک بې کوره شي او نه ستونزه رامنځته شي.»

ننګرهار کې طالب چارواکي هم مني، چې د دې ولایت لسګونه زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، خو وایي د خلاصون لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی او مشري یې د دې ولایت لپاره د کرنې رییس کوي.

د دغه کمېسیون مشر او د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوول عبدالستار محمد وایي چې په ټول ننګرهار کې شاوخوا ۴ سوه ۸۵ زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په غصب شویو ځمکو کې د ابادۍ چارې ترسره او یا یې په خپله ولکه کې وساتي.

نوموړی زیاتوي: «په ټول ننګرهار کې شاوخوا څلور لکه او پنځه اتیا زره جریبه ځمکه غصب شوې، چې په دې کې د ټولو دولتي ادارو اړوند ځمکې شاملې دي. یوازې د اراضۍ اړوند په کې دوه لکه پنځه اتیا زره جریبه ځمکه شامله ده.»

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون که څه هم د غاصبینو په تړاو څه نه وايي، خو زیاته کړې یې ده، چې تولې غصب شوې ځمکې به بېرته دولت ته وسپاري.

عام خلک که څه هم د غصب شویو ځمکو د خلاصون غوښتنه کوي، خو وایي باوري نه دي، چې دا کمېسیون دې ډېر بریالی وي ځکه د دوی په خبره که د هغو کورنیو چې په ډېرې سختۍ یې په دولتي ځمکو کې کورونه جوړ کړي برخلیک روښانه نه شي ستونزه به رامنځته شي.

د نظر خاوندان بیا وایي که طالبان لومړی په هغو ځایونو کې چې دولتي ځمکې پر بېوزلو خلکو پلورل شوې دوی ته د بدیل ورنه کړي ښايي ښه پایله ونه لري.

څارنوال سباوون وایي: «لویه ستونزه دا ده چې ډېری غصب شوې ځمکې پر عامو خلکو پلورل شوې که طالبان د دې د خلاصون لپاره اقدام کوي نو لومړی باید دوي ته د بدیل په فکر کې شي که نه دا کار ناشونی دی او ښايي چې ولس سره به اوسنی نظام لاس و ګرېوان شي، ښه بېلګه یې کابل هډې سره د معلولینو ښارګوټی، د کابل سیند شاوخوا ساحې، د پوهنتون ساحه، سیاسنګ او نورې سیمې دي.»

ننګرهار کې د طالبانو له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره اقدام کېږي. په مخکیني نظام کې هم په ځلونو ورته اقدامات شوي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې. وبه لیدل شي، چې دا کمېسیون څومره بریالی کېږي.