افغانستان

کندهار کې د زغفرانو آزمایښتي کښتونو مثبته پایله ورکړې

د کندهار په خاکريز، مېوند، ژړۍ، پنجوائي، ډنډ او دامان ولسوالیو کې پر کابو ۱۳۰ جريبه ځمکه سږ کال په آزمایښتي توګه زعفران کرل شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د کرنې مسوولین وایي، د زعفرانو آزمايښتي کښتونو کندهار کې مثبته پايله ورکړې، چې حاصلات یې هم ښه دي.

د طالبانو د کندهار د کرنې رياست د کرنيزو حاصلاتو آمر شمس الرحمن موسی په خبره تازه دودېدونکي کښتونه به، په دغه ولایت کې د کوکنارو او نورو نشه يې توکو بديل وي.

هغه زیاتوي: «په کندهار کې د ځينو موسسو په مرسته موږ د زعفرانو ازمايښتي کښتونه کړي، چې پايله یې مثبته ده، موږ به راتلونکي کې د نشه يي توکو د بدیل په توګه دا کښتونه پراخ کړو.»

۵۵ کلن محمد اسماعیل د کندهار د دامان ولسوالۍ، صاحب زاده کلا چې سيمه کې پر يو جريب ځمکه زغفران کرلي دي.

هغه وایي، وړاندې يې په خپله ځمکه تریاک کرل، خو سږ کال يې زغفران کرلي دي، چې ښه پایله يې ورکړې، خو نوموړی وایي، د زعفرانو د حاصلاتو لپاره دې کندهار کې هم بازار موندنه وشي.

دغه کروندګر زیاتوي: «موږ مخکي کوکنار کرل، خو اوس زعفران کرو، باید دولت زموږ د حاصلاتو لپاره د هرات په شان بازار پيدا کړي، ځکه موږ زياته خواري کوو.»

مسوولین بيا وایي چې له ځينو مرستندويه بنسټونو سره د کندهاري زغفرانو د حاصلاتو د پروسس او بازار موندنې په برخه کې کار کوي.

نوموړی وايي: «موږ به له ځينو موسسو او مرستندويه بنسټونو سره په کندهار کې د زعفرانو د حاصلاتو د بازار موندنې او پروسس په اړه خبري وکړو، ان شاءالله د زعفرانو د کروندګرو ستونزه به حل شي.»

د معلوماتو پر بنست په تېرو کلونو کې په کندهار ولایت کې پر ۸۰ زره جريبه ځمکه کوکنار او نور نشه يې توکي کرل کېدل، چې د طالبانو په واکمنېدو سره یې پر کرلو بندیز لګول شوی دی.