روغتیا

کندهار کې د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې ده

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تېر په پرتله د بې وزلۍ او کورنيو د اقتصادي بې وسۍ له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د کندهار مېرویس روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکتر محمد صديق وایي، د ورځې په منځني ډول له لسو تر پنځلس پورې خوارځواکي ماشومان دوی ته وروړل کېږي، چې د ډېری روغتيایي حالت د اندېښنې وړ وي.

ډاکتر محمد صديق زیاتوي، په تېره يوه میاشت کې کندهار کې ۲۴۰ خوارځواکي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي، چې زيات شمېر يې لاهم تر درملنې لاندې دي.

نوموړی وایي چې امکانات يې کم خو د ناروغانو شمېر زيات دی.

هغه وايي: «د کندهار مېرویس روغتون د ماشومانو څانګي ظرفيت ټيټ، خو د ناروغانو شمېر زيات دی، چې دولت باید دلته د ماشومانو لپاره ځانګړی روغتون جوړ کړي.»

۳۵ کلنې شهیلا خپله دوه خوارځواکي ماشومان د کندهارد مېرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې بسټر کړي دي.

مېرمن شهیلا وایي چې ماشومان یې د کافي خوړو د نشتوالي له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

نوموړې زیاتوي: «زما دوه ماشومان له لوږې مړه شوي او دغه ماشومان مې هم دا دي په خوارځواکۍ اخته دي، زما مور او پلار زه داسې يوه کس ته ورکړم، چی سپين ږیری او د اولادونو اړتیاوې نشي پوره کولای.»

بلخوا د کندهار د عامې روغتيا رياست د تغذې برخې مسوول ډاکتر احمدالله فیضي وایي، په کندهار ولایت کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د نجونو شمېر ځکه زیات دی چې کورنۍ د هلکانو په پرتله ورته کمه پاملرنه کوي.

ډاکټر فیضي وایي، په خلکو کې ددې فکر له امله، چې “نجلۍ د بل کور ده” هېڅ پاملرنه نه ورته کوي.

فيضي وايي چې دا په ټولنه کې د ماشومانو پر وړاندې توپيري چلند دی.

نوموړی زیاتوي: «زموږ د اټکل له مخې په کندهار کې په هرو لسو سوه تغذي ماشومانو کې څلور هلکان او پاتې نورې نجونې دي، چې کورنۍ ورته دومره پام نه کوي، ځکه دوی وایي نجونی د بل د کور دي.»

په هېواد کې د وزګارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي له امله نړيوالو بنسټونو د لوږې د لوړې کچې اټکل کړی او د د دوامداره بشري مرستو غوښتنه یې کړې ده.

څه موده مخکې د ماشومانو د خونديتوب نړیوال بنسټ Save the Children هم د روان کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر تر ۴۷سلنې پورې ښودلی و.