د هېواد د نورو ولایتونو په شان د کونړ ولایت اوسېدونکي هم د وزګارۍ او بې وزلې له امله د ژمي په موسم کې د خوراکي او سون توکو له کمښته شکایت لري.
د پیچ درې اوسېدونکی عبدالقدوس چې خپل زوی او لمسی یې د جګړو پرمهال له لاسه ورکړي وايي تراوسه هېچا مرسته نه ده ورسره کړې.
نوموړی زیاتوي: «په ډېر غربت او ناچارۍ کې ژوند کوو چا مرسته نه ده راسره کړې له حکومت (طالبانو ادارې) او بهرنیو موسسو غواړو چې زموږ لاسنیوی وکړي.»
هغه وايي، کومې مرستې چې ددوی کلي ته راځي واقعي اړمنو ته نه رسېږي بلکې د خپلوۍ او اړیکو پر بنسټ وېشل کېږي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد چې په تېرو جګړو کې یې کور ویجاړ شوی او اوس په پردي کور کې اوسېږي وايي، له یوې خوا ژمی او له بله پلوه بې وزلۍ او وزګارۍ او همداراز د خوراکي او سون توکو لوړو بیو دوي سخت اندېښمن کړي دي.
نوموړی زیاتوي: «مونږ اوس په سخت حالت کې ژوند کوو، نه د خوراک لپاره څه لرو او نه هم د تودوخې لپاره، کور مو ویجاړ شوی او اوس په پردي کور کې اوسېږو، ماشومان مو له یخنۍ هره ورځ ناروغان کېږي.»
په دې لړ کې ددې ولایت د پېچ درې، وټه پور، غازي آباد، ناړۍ، اسمار، شلطن او دانګام ولسوالیو له ۶۳ جګړه ځپلو کورنیو سره د یوه مرستندویه بنسټ له خوا مرسته وشوه.
که څه هم دا کورنۍ چې مرستې یې ترلاسه کړې له مرستو خوښي څرګندوي خو وایي چې دا مرستې بسنه نه کوي او له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
اخوا، په افغانستان کې د کمک په نوم د یوې موسسي په کونړ کې له یو شمېر جګړو ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کابو شلو زرو افغانیو په ارزښت دغو مرستو کې دیارلس قلمه توکي شامل دي.
په دې ولایت کې د مرستندویه بنسټ مسوول مجیب الرحمن همدرد د آمو خبریال ته وویل چې دا مرستې یې د یوې ترسره کړې سورې پر بنسټ اړمنو کورنیو ته ورکړې دي.
نوموړی زیاتوي، دا موسسه به په راتلونکي کې له دغو کورنیو سره لازیاتې مرستې وکړي.
همدرد وايي چې په دغه مرستو کې هغه خلک هم شامل دي کوم چې معیوبین او د کورنیو غړي یې په جګړو کې وژل شوي دي .
د ویلو ده چې د کونړ د ډیری سیمو اوسېدونکي د تېرو جګړو پرمهال سخت زیانمن شوي او د ځینو کورنه وران شوي چې زیات شمېر کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ او د دې ولایت مرکز اسدآباد په شاوخوا سیمو کې مېشت شوي دي. دا کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.