افغانستان

د ښار پاکولو لګښتونو زیاتوالی او له روان وضعیته د قلعه‌نو د اوسېدونکو شکایت

د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار یو شمېر هټیوال او اوسېدونکي وایي: «د طالبانو ښاروالۍ سږ کال د صفايۍ یا هټیو د پاک ساتلو په نوم زیاتې پیسې اخیستې؛ خو هغوی ته یې هېڅ ډول ښاري خدمات نه دي وړاندې کړي.»

د قلعه نو ښار یو اوسېدونکی ۲۶ کلن عبدالصبور په دغه ولایت کې د صفایۍ پيسو پر زیاتوالي له نیوکې سره وایي چې هغوی مخکې هر کال له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ د پاک ساتلو پيسې ښاروالۍ ته ورکولې؛ خو اوس د طالبانو ښاروالي له هغوی له ۱۵۰۰ تر دوه زره افغانۍ د «صفایۍ» پیسې اخیستې دي.

عبدالصبور زیاتوي: «د طالبانو ښاروالۍ سږ کال له موږ د صفایي پیسې ډېرې واخیستې. هغوی وویل چې له دې پیسو د ښاري خدماتو د ښه‌والي لپاره کار اخلو چې له بده‌مرغه هېڅ یې هم نه دي کړي.»

د قلعه نو یو بل اوسېدونکی ۳۲ کلن خیرالدین هم وایي: «طالبان باید ووایي په هغو پیسو چې له موږ د پاک ساتنې په نوم اخلي د ښار لپاره یې څه کړي دي؟»

هغه آمو ټلویزیون ته وویل: «سږ کال یې د کور د صفایۍ لپاره دوه زره افغانۍ ورکړې چې د کثافت دانیو په کارولو کې یې لګوو او په ښار کې ښې پروژې پر پلي کوو؛ خو هغوی ان د ښار د پاکۍ لپاره هېڅ کار ونه کړ.»

اخوا د قلعه نو ښار یو شمېر هټیوال هم د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د پیسو له اخیستو شکایت کوي او وایي چې طالبانو سږ کال له هغوی د تېر کال په پرتله د پاک ساتنې پيسې دوه برابره اخیستې دي.

عبیدالله د قلعه نو ښار یو هټیوال دی. هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «باور وکړئ طالبان چور کوي. درې میاشتې مخکې زما هټۍ ته راغلل هغوی راته وکتل او ویې ویل چې ستا د هټۍ د صفایۍ پيسې ۶۵۰۰ افغانۍ کېږي. طالبانو دا پیسې په زور راڅخه واخیستې. موږ تېر کلونه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ د صفایۍ پيسې ورکولې.»

د بادغیس هټیوال او اوسېدونکي د قلعه نو ښار لپاره د طالبانو ادارې د ښاروالۍ مسوولینو له خوا صفایۍ پیسو زیاتول ناقانونه بولي او له هغوی غواړي چې د ورکړل شویو پیسو حساب ورکړي.

په دې لړ کې بادغیس کې د بشري حقونو فعالان د خلکو له خوا صفاییۍ پيسو ورکول یو قانون ګڼي او وایي، په اوسني وضعیت چې خلک له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي طالبان اړ دي چې ټولې شوې پيسې د ښار په پاکۍ او د ښار په پراختیایي پروژو کې وکاروي.

بادغیس کې د چارو یو کارپوه نورمحمد آمو ټلویزیون ته وایي: «زه فکر کوم سږ کال د صفایۍ پيسې هر څومره هم چي وي د خلکو لپاره سخته ده؛ ځکه اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی. ان داسې کورنۍ شته چې د سهار او بیګا د خوړلو ډوډۍ نه لري، بیا هم طالبان باید د صفایۍ ټولې شوې پیسې پر ښاري پراختیا او پاکوالي ولګوي.»

د قلعه نو د ښاروالۍ ادارې مسوولین بیا وایي چې د صفایۍ پیسې نه دي زیاتې شوې او هغوی د تېرو کلونو په څېر د صفایۍ پيسې ټولې کړې هغه به د ښاري خدماتو پر ښه‌والي او رغولو لګوي.

قلعه نو کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست سرپرست فرید احمد صدیقي زیاتوي: «موږ نه شو کولای اضافه پيسې واخلو، زموږ معیار روښانه دی او له مخکې ټاکل شوی. ډېری په دې فکر دي چې له موږ د صفایۍ پیسې مه‌اخلئ او یو کم شمېر د صفایۍ پیسې ورکوي شمېر یې کم دی، موږ کابو ۵۰۰ زره افغانۍ راټولوو؛ خو په دې پیسو نه پلچک جوړېږي چې د خلکو تمه ده، نه جویچه او نه هم سړک.»

د قلعه نو اوسېدونکي په داسې حال کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د صفایۍ پیسو پر زیاتوالي نیوکه کوي چې د هغوی په وینا په تېرو پنځه‌لسو میاشتو کې د دې ډلې د واکمنۍ له امله، ډېری کورنۍ د دغو پیسو د ورکولو وس نه لري او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې ورځې تېروي.