سوداګري

د نورو کلونو په پرتله له زابل څخه د وچې مېوې صادارت کم شوي

زابل چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی، اوسېدونکي يې تر ډېره په کرنیزو چارو بوخت دي او اقتصاد یې پر کرنه ولاړ دي.

په دغه ولايت کې انګور، بادام، انار، جوز، کشتې، زیره، ممیز، انځر، او مڼې هغه وچې او تازه مېوې دي چې ددې ولايت اوسېدونکي يې په ځمکو کې کري او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروي.

د زابل انځر، ممیز او بادام هغه مېوې دي چې په هېواد د ننه او بهر ښه بازار لري.

د زابل اوسېدونکي وايې چې د دوی حاصلات د موسمي ورښتونو له کبله د نورو کلونو په پرتله کم شوي او د ننه په هېواد او بهر کې ورته مناسب بازار نشته.

دغه اوسېدونکي پرلپسې وچکالي، ورښتونه او يو شمېر نباتي ناروغۍ هغه لاملونه دي چې د دوی حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله کم کړي دي.

عبدالرزاق چې د انګورو بڼ لري وايي چې په تېرو کلونو کي یې حاصلات د سږني کال په پرتله څو برابره وو، چې له کبله يې د کورنۍ اقتصاد تر یوه بریده ښه و.

عبدالرزاق زياتوي: «زموږ د میمزو حاصلات د نورو کلونو په پرتله څو چنده کم شوي، ددې ترڅنګ هېڅ مناسب بازار هم نشته چې له دې امله مو اقتصاد خراب شوی چې لامل يې دوامداره وچکالي بېلابېل طبیعي آفتونه او تباتي ناروغۍ دي.»

بل لور ته بيا د وچې مېوې سوداګر وايې چې د مناسب بازار د نشتون له کبله يې کاروبار ګډوډ شوی او وچې مېوې يې په ګدامونو کې د خرابېدو په حال کي دي.

محمد الله وايي چې دولت دې د دوی مېوو ته د ننه په هېواد او بهر کې مناسب بازار پيدا کړي تر څو د دوی مېوې تر نورو هېوادونو پورې ورسېږي.

محمد الله زياتوي: «د بارانونو او امراضو له کبله زموږ مېوې نه پلورل کېږي، زموږ د مېوو لپاره په ملي او نړيواله کچه مارکېټ نشته، ډېری مېوې د پاکستان له لاري بهر ته صادرېږي او کله چې دا دروازه بنده شي نو زموږ ډېرې مېوې خرابې شي.»

د وچې مېوې يو بل سوداګر نصيب الله وايي چې سږ کال يې کاروبار ګډوډ شوی، مېوې يې بازار نلري او کوم بازار چې په نړيواله کچه لري هغه هم د پاکستان په نوم دی موږ په نړيواله کچه هېڅ تجارت نه لرو.

نوموړی زیاتوي: «له يوې خوا مو مېوې بارانونو خرابې کړې خو له بله پلوه بيا موږ له بهر سره هېڅ قرارداد او بانکي تجارت نه لرو چې دې کار زموږ د مېوو بازار سوړ کړی، غوښتنه مو له طالبانو دا ده چې زموږ مېوو ته مناسب بازار پيدا کړي.»

له بلې خوا، د طالبانو د زابل د اقتصاد رییس عزت الله بيا د سوداګرو دا ستونزه مني خو وايې چې له سوداګرۍ خونې سره په همغږۍ هڅه کوي چې مېوو ته مناسب بازار پيدا کړي.

بل لور ته د طالبانو د زابل د کرنې ریاست مسوولين بیا وایي چې سږ کال د تېر په پرتله ځینې مېوې زیاتې او یو شمېر کمې شوې دي.

د زابل د کرنې ریاست د مسوولينو په وینا، سږ کال کابو ۹۰ زره ټنه بېلابېلې مېوې د نورو ولايتونو تر څنګ بهر ته صادرې شوې چې انار، انځر، انګور، ممیز، زیره، کشتې، مڼې او يو شمېر نورې وچې او تازه مېوې پکې شاملې دي.