افغانستان

اطلاعاتو ته د لاسرسي پر نه لرلو د غزني خبریالانو نیوکه

غزني ولایت کې یو شمېر خبریالان په دغه ولایت کې له خبریالانو او رسنیو سره د طالبانو د ځایي ادارو د مسوولینو د نه همکارۍ خبرې کوي.

دغه خبریالان یکشنبه د لیندۍ پر دیارلسمه یوه ناسته کې چې په دغه ولایت کې د طالبانو له ځایي چارواکو سره جوړه شوې وه وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه خبریالان زیاتوي چې د طالبانو د ځایي ادارو ډېری مسوولین له خبریالانو او رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

غزني کې د پژواک خبري اژانس خبریال واحدالله جمعه‌زاده په دې ناسته کې وویل چې ډېر وخت له خبریالانو سره ناسم چلند کېږي او هغوی ته اطلاعاتو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي په دې ناسته کې د طالبانو له سیمه‌ییزو مسوولینو وغوښتل ترڅو معلومات له دوی سره شریک کړي.

غزني ولایت کې د سعادت ځایي راډیو – ټلویزیون خبریال میاګل صدیق په دې ناسته کې وویل: «ډېری وخت د طالبانو د ځایي ادارو مسوولین خلکو ته د ځواب ویلو لپاره نه حاضرېږي او د رسنیو له لارې خلکو ته د معلوماتو رسوولو لپاره لېوالتیا نه لري.»

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره هېڅ رسنۍ په غزني کې خپلې خپرونې نه دي درولې او دوې خصوصي ټلویزیونې شبکې او د ملي راډیو په ګډون شپږ راډیویي شبکې فعالیت لري، خو په غزني ولایت کې یوازې یوه ښځه د خبریالې په توګه کار کوي او د غزني په رسنیو کې هېڅ دایمي ښځینه کارکوونکې نشته.

غزني کې د طالبانو والي مولوي محمد اسحاق اخوندزاده په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو د برخلیک په تړاو وویل: «د امنیتي ستونزو په پایله کې ښځینه کارکوونکې او خبریالانې نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي؛ خو هڅه کوو ژرترژره په دې برخه کې اقدام وکړو.»

دغه ناسته د لسګونه تنو خبریالانو، د ولایتي رسنیو د مسوولانو، د غزني لپاره د طالبانو د والي او د دې ډلې د ځایي ادارو مسوولان په ګډون سره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مرکزي زون له خوا اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو د لاسرسي حق د غوښتنې لپاره جوړه شوې وه.