د ملګروملتونو سازمان ناسته په جینوا کې ترسره شوه او په هغې کې، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وشوې. د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي ریچارد بنت د ښځو په وړاندې محدودیتونو د لګولو په اړه د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکه وکړه.
ښاغلي بنت په دغه ناسته کې ویلي و، د طالبانو اقدامات پر فردي آزادیو او بشري حقونو تېری لازیاتوي.
په هغه بیانیه کې چې د دې ناستې د ګډون کوونکو له خوا صادره شوې، په څرګنده ویل شوي چې د طالبانو له خوا د افغان مېرمنو شکنجه کول او په وړاندې یې تاوتریخوالی، د «نړۍ تر ټولو سخته شکنجه» وه او دا ډول شکنجه کول، «بشري جنایت» بلل کېږي.
د جینوا له ناستې وروسته، اوس د ښځو حقونو یو شمېر فعالین وايي چې د جینوا او د ښځو په اړه دې ته ورته نورو ناستو، تراوسه د طالبانو په تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی رامنځته کړی او ښځې لا هم د طالبانو ډلې له خوا له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله سهیلا دانشجو وایي: «له بده مرغه هغه ناستې چې تراوسه د ښځو د وضعیت په هکله ترسره شوې، هېڅ پایله یې نه ده لرلې او همداراز یې د طالبانو په تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راوستی؛ بلکې طالبان له پخوا زیات خپلو دغو کړنو ته دوام ورکوي.»
هغه زیاتوي: «د ملګروملتونو سازمان که غواړي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه شي، نقدي مرستې چې په اوسني وخت کې د ځینو هېوادونو له خوا له طالبانو ډلې سره کېږي بندې کړي او پر دې ډلې سخت فشارونه راوړي؛ پرته له هغې به ددغه راز ناستو ترسره کېدل، د وخت له ضایع کېدو پرته، هېڅ پایله ونه لري.»
د افغانستان د بشري حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل هم وايي، ښځې له هغو اساسي حقونو چې اسلام دین ورته قایل شوی بې برخې دي. دا اساسي حقونه د یو شمېر محدودو کړیو له لوري غلا شوي او ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله سحر نبي زاده، د ملګروملتونو سازمان ناستې ننداریزې بولي او وايي: «هغه ناستې چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې ترسره شوې، هېڅ پایله یې نه ده لرلې او موږ د ښځو په ورځني وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی لیدلی او هره ورځ د افغان مېرمنو لپاره شرایط لا خرابېږي. موږ په دې موده کې د ښځو د شکنجې او لګسونه ډوله تاوتریخوالي شاهدان یو. نو ددغو ناستو ترسره کېدل څه معنی لري؟
هغې زیاته کړه که نړۍ او د ملګروملتونو سازمان په واقعي توګه پر افغان مېرمنو زړه سوځوي، هغه پیسې چې هره اونۍ يې طالبانو ته ورکوي بندې کړي.
د ښځو د یوه څېړونکي بنسټ رییسه نظیفه جلالي هم وايي: «موږ تل د ښځو په وړاندې روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له ملګروملتونو سازمان او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړې چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره، لازم اقدامات ترسره کوي.»
جلالي زیاته کړه چې د دوی د ښځو د وضعیت په هکله خپلې اندېښنې مطرح کړې او له ریچارد بنت سره یې هم ناستې ترسره کړې او په روښانه یې ورته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او که دې ستونزې ته پام ونه شي، غمیزه به رامنځته شي.
هغې ټینګار وکړ: «موږ په روښانه توګه وویل چې پر ښځو او نجونو جنسي تېری شوی او هره ورځ د دوی پر شخصي حریم تېری کېږي.»
د ښځو د حقونو دا فعاله د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات، د دیني لارښوونو خلاف بولي او ټینګار کوي چې اسلام هېڅکله کوم کس یا ډلې ته اجازه نه ورکوي، د وګړو پر شخصي حریم تېری وکړي؛ خو د هغې په وینا طالبان هره ورځ د خلکو پر شخصي حریم تېری کوی او د اسلام او شریعت خبره کوي.
د ویلو ده چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ښځو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د اندېښنو په غبرګون کې، په یوه ټویټ کې ویلي چې په اوسني وخت کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې، د بل هر وخت په پرتله خوندي دي.