افغانستان

زابل کې د ژمي په رارسېدو سره د سون توکو بيې لوړې شوې دي

زابل د هېواد په سويل کې پروت ولايت دی چې د منې او ژمي په موسمونو کې يې هوا د شاوخوا ولايتونو په پرتله سړه وي. ددغه ولایت ډېری اوسېدونکي بېوزله دي، د ژمې په رارسېدو سره د سون توکو په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ددغه ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره په دې ولايت کې د سون توکو بيې ډېرې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

حميدالله چې په يوه لاس معلول دی، وايې چې په نورو کلونو کې یې نانوايي لرله او د خپلې کورنۍ اړتياوې يې له دې لارې پوره کولې، خو له تېرو کابو دوو کلونو راهيسې وزګار دی او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په راتلونکي ژمي کې د سون توکو د اخیستو وس هم نه لري.

حميدالله زياتوي: «کابو دوه کاله مخکې مي ښه کاروبار درلود او دا اندېښنه مې نه لرله چې ژمی به د سون توکو د پېرلو وس ونه لرم، خو په دې وروستيو کې د خوراکي او سون توکو د بيو د لوړېدو او وزګارۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو نو له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې د بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.»

له بلې خوا، د سون لرګیو يو پلورونکی داد محمد بيا امو ټلويزيون ته وايي چې د ژمې په راتګ سره د سون توکو اړتیا زیاتېږي او له امله یې بیې هم لوړېږي،  ځکه دوی لرګي د هېواد له نورو ولایتونو څخه دې ولایت ته لېږدوي چې د کرایو سختو له لارو له امله دوی اړ کېږي چې په لوړه بیه یې وپلوري.

داد محمد زياتوي: «د لرګيو بيې د ژمې په رارسېدو سره لوړېږي ځکه د موټرو لوړه کرایه، سختې لارې او د تېلو او نورو توکو د بیو زیاتوالی یې لاملونه دي.»

له بلې خوا، د سون توکو د بيو د لوړېدو په اړه د طالبانو د کلات ښاروالۍ مرستيال ضياالحق زاهد وايي چې ښاروالۍ د ښار ټولو هټیو او پلورنځیو ته نرخپاڼې ورکړې، خو په وینا یې دا يو ازاد بازار دی او د آزاد بازار کنټرول وخت ته اړتيا لري.

نوموړی زیاتوي: «د ژمي په راتګ سره د ښاروالۍ د نرخونو کمېټې د ښار ټولو هټيو او پلورنځیو ته د سون او خوراکي توکو د بيو مناسبې نرخپاڼې ورکړې، خو دا یو آزاد بازار دی او ښاروالي یې د کنټرول لپاره هڅه کوي.»

د یادونې وړ ده، چې په زابل کې تر لومړني باران مخکې د يو من وچو لرګيو بيه ۵۵ افغانۍ وه خو له باران وروسته ۱۱۰ افغانيو ته لوړه شوه چې دا بیې د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي، په داسي حال کې چې ددې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي د دغو توکو د پېرلو وس نه لري او په سخت وضعیت کې ژوند کوي.