ځايي سرچینې آمو ته وايي، چې طالبانو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې تجربهلرونکي او مسلکي استادان «بې له کوم دلیل» څخه له دندو لرې کړي دي.
سرچینې زیاتوي، چې عبدالمتین شهیدي، محمد عصامي او احسانالله مبارز د دې پوهنتون درې استادان وو، چې د طالبانو لهخوا له دندو ګوښه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم سرچینو آمو ته ویلي و، چې د طالبانو د پوځیانو د بستونو د کمولو په بهیر سره، د پوهنتونونو او ښوونځیو یو شمېر استادان او ښوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.
دغه سرچینې ټینګار کوي چې د ښوونکو تنخواوې په شدیده ډول کمې شوې دي، او د ځینو ښوونکو تنخوا حتی له پنځه زره افغانۍ څخه کمه شوې ده.
مخکې آمو د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د یوې طرحې کاپي ترلاسه کړې وه، چې په کې د هبتالله اخوندزاده په امر د نږدې ۹۰ زره بستونو د لغوه کولو کار شوی و، چې د تشکیلاتو د متوازن کولو لپاره ترتیب شوې وه.
خو دا بهیر یوازې د ښوونځیو ښوونکو ته محدود نه دي؛ بلکې طالبان په دې وروستیو کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان هم له دندو ګوښه کړي دي.
یو شمېر هېوادوال دا اقدام د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د افکارو د کنټرول د دوام برخه بولي او وايي، چې طالبان غواړي په ځانګړي ډول په پوهنتونونو کې د خلکو فکرونه د خپلو نظریاتو سره سم جوړ کړي.
