افغانستان

بېوزلۍ په جلال اباد کې د لیلامیو بازار ګرم کړی دی

د ژمي په راتګ سره په جلال اباد ښار کې د لیلامي توکو د پېر و پلور بازار تود شوی او ګڼ شمېر کورنۍ چې له بېوزلۍ کړېږي او په دې ساړه ژمي کې د نویو توکو د پېرلو وس نه لري دا ډول توکي پېري.

د لیلامي یا استعمال شویو توکو پېردونکي وایي، وزګارۍ ته په کتو خلک ډېر ځورېدلي او په اوسني ژمي کې د نويو او ښکلو توکو د پېرلو وس نه لري.

زمان کاکا له کامې ولسوالۍ جلال اباد ښار ته د خپلو بچیانو لپاره د استعمال شویو یا لیلامي توکو د پېرلو لپاره راغلی وایي، د ده په څېر ډېری کورنۍ شته چې د نویو توکو د اخیستو وس نه لري.

زمان کاکا وایي: «زما هم زړه کېږي، چې اولادونو ته مې نوي او ښایسته جمپرونه او وسایل واخلم، خو څه وکړم ټول وزګار یو، د نویو توکو د پېرلو وس نه لرو او په لیلامیو کې هم په سختۍ توکي اخلم ځکه دا توکي هم زما لپاره ګران دي.»

د لیلامیو توکو پلورونکي هم خوښ دي، چې د ژمې په راتګ سره یې بازار ګرم شوی دی.

زاخیل په جلال اباد ښار کې د لیلامي توکو هټۍ لري وایي، خلک وزګار او بېوزله دي او په خبره یې د نويو توکو د اخیستو وس نه لري.

هغه زیاتوي: «موږ ته داسې خلک راځي چې زړه دې پرې وخوږېږي، د همدې زړو توکو اخیستو وس هم نه لري، خدای دې ورحمېږي، وضعیت ډېر بد دی، خلک سخت مجبور دي.»

کریم الله هم د زاخیل په څېر هټۍ لري وایي چې د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د بېوزلۍ کچه زیاته او په پراخېدو ده او په خبره یې که دوی خلکو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي ښايي خلک تر دې هم له سخت حالت سره مخ شي.

نوموړی زیاتوي: «خلک موږ ته راځي چې د بېوزلۍ له امله د ډوډۍ پیسې نه لري نو څنګه به ښایسته جمپر، بوټ یا بل څه واخلي، واکمن، د بېوزلو له حاله څه خبر دي دوی ته به کار ده چې له ولس نه ځان خبر کړي او کار زمینه ورته برابر کړي.»

داسې باور کېږي، که کاري فرصتونه برابر نشي خلک به تر دې هم وځپل شي او په راتلونکي کې به د خلکو اقتصادي وضعیت له خراب شي، چې په خبره یې ډېری همداسې کورنۍ ناقانونه کړنو اړ کېږي.

د نظر خاوندان وایي، که طالبان دې برخې ته پام ونه کړي د تېر په څېر به بیا وسله والې ډلې له بېوزله خلکو ګټه واخلي او ناقانونه کړنې به پرې ترسره کوي.

دوی وایي چې اوسنی واکمن نظام دې تر نورو ناندریو وړاندې لومړی کاري فرصتونه زیات کړي څو پر دوی نیوکې کمې او ملاتړي یې زیات شي.