د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د زمزی ۳ – د ۸ بجو خبرونه

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې د دې ولایت په درايم او زیباک ولسواليو کې نښتې په وقفه‌يي ډول روانې دي.

د دغو سرچينو په وينا، له تېرو دوو ورځو راهيسې په دغو ولسواليو کې جګړې لا پسې سختې شوې دي او طالبانو خپل نور ځواکونه د زیباک، درايم او يفتل صفلا ولسواليو ته لېږلي دي.

د ازادۍ جبهې د سياسي کمېټې مشر له آمو ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې په زیباک ولسوالۍ کې د دغې جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

داوود ناجي زياته کړې، چې د ازادۍ جبهې ځواکونه پنځلس پرله‌پسې ساعته په جګړه بوخت وو او د بدخشان د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو لپاره د طالبانو هڅې یې شنډې کړې دي.

خو د طالبانو د «۲۱۹ عمر ثالث فرقې» ويلي، چې د چترال له لارې، زیباک ولسوالۍ ته د وسلوالو د ننوتلو مخه یې نيولې ده.