افغانستان

نورستان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۲۳ تنو ته ورسېد

په نورستان ولایت کې د ناڅاپي سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د طالبانو ځايي مسوولین وایي چې د سې شنبې تر سهاره د ۱۵ نورو قربانیانو مړي موندل شوي او له ۱۰۰ ډېر کسان لا هم نادرکه دي.

د دغو مسوولینو په وینا، سېلابونو د دوشنبې په ورځ د نورستان بېلابېلې سیمې، په ځانګړي ډول د پارون ښار لاندې کړی او ګڼ شمیر کورونه، هټۍ او موټر یې له ځان سره وړي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي چې په دې پېښه کې ۸۰ کسان ټپیان شوي هم دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د لټون عملیاتو په دوام سره د تلفاتو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وویل چې د پارون ښار لپاره د طالبانو ښاروال هم د دغو وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی. د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دا هم ویلي چې د سېلابونو له امله ۷۰ هټۍ، ۱۱ هوټلونه او ۷ د استوګنې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې سېلاب د مرکز پارون بازار په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د کورونو ترڅنګ یې د ډېری کورنیو د عاید سرچینې له منځه وړې دي. یوه زیانمن شوي اوسېدونکي وویل: «زموږ غړي مړه شول او سېلاب زموږ ټوله دارايي له ځان سره یووړه.»

فریدون صمیم زیاته کړه چې دغې طبیعي پېښې شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره مالي زیان اړولی دی.

له بلې خوا مسوولین وایي چې سيمې ته د ژغورنې ټیمونه استول شوي، خو اندېښنه ښيي چې د اورښتونو دوام ممکن د لټون عملیات له ننګونو سره مخ کړي.