په افغانستان کې د اوبو له ژور بحران سره هممهاله، د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو د کچې له جدي کمښت څخه خبر ورکوي.
د دوی په وینا، په دغه ولایت کې د کروندو د خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې خوږو اوبو بې مخینې کارونې، د اوبو کچه په داسې ډول ښکته کړې چې یې سابقه نه درلوده.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د وچکالۍ له امله د کښتونو د ژغورلو لپاره له ژورو څاه ګانو کار اخیستل کېږي، چې له همدې امله د اوبو کچه له ۵ مترۍ څخه نیولې تر ۲۰ او ۵۰ مترو پورې لاندې تللې ده.
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې خوږو اوبو د برمهيي څاه ګانو څخه خوږې اوبه چې راخیستل کېږي، ټولې د کرنیزو ځمکو لپاره کارول کېږي.
د هرات خلک وایي، د وچکالۍ له امله د حاصلاتو د ژغورلو په موخه له خوږو اوبو دا ډول استفاده د دې لامل شوې چې د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرې وچې شي.
د دوی په وینا، د اوبو د کچې په بېساري ډول راټیټېدو د هرات د اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د ښار د مرکز د اوسېدونکو لپاره روغتیایي او پاکو اوبو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.
د هرات یو تن اوسېدونکی محمد رامین په دې اړه وایي: «اوس چې د چنګاښ میاشت ده، د اوبو کچه په ۱۸ او ۲۰ مترۍ کې ده، خو د وږي په میاشت کې دا کچه له دې هم ډېره ښکته ځي. ستونزې خورا زیاتې دي؛ کله چې اوبه ښکته لاړې شي، سولري سیستمونه (شمسي برښنا) سم کار نه کوي، باید بدل شي او ځمکې هم په سم ډول نه خړوبېږي.»
د عبدالفتتاح په نوم یو بل اوسېدونکی وایي: «تقریباً ۵۰ سلنه اوبه له لاسه وتلې دي، زموږ سیمه ټوله وچه شوې او اوبه شتون نه لري.»
د هرات په زاول ولسوالۍ کې چې له فراه ولایت سره ګډه پوله لري، د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۳۵ څخه تر ۵۰ مترو پورې ښکته تللې ده.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خپلې د اړتیا وړ اوبه له هغو سرچینو ترلاسه کوي چې د بشري مرستندویه موسسو له لوري جوړې شوې دي.
د زاول خلک وایي چې د څښاک لپاره پوره اوبه په اختیار کې نه لري. د کمالالدین په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وایي: «اوبه په ډېره لږه اندازه شتون لري او ټولو کورونو ته په مساوي ډول نه رسېږي.»
د آمو موندنې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې په هرات کې په کرنه کې د خوږو اوبو کارول خورا سخت شوي دي او په ځانګړي ډول په انجیل، ګذره، زنده جان، پښتون زرغون، اوبې او شینډنډ ولسوالیو کې د ځمکو لویه برخه په همدې طریقه خړوبېږي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، دې چارې د ځمکې لاندې اوبه ډوبې کړې او د څښاک اوبو موندل یې سخت کړي دي.
د سردار ولي په نوم یو بل اوسېدونکی وایي: «دلته د سولر سیستمونه خورا لږ دي او اړتیا وړ اوبه زموږ په اختیار کې نه ورکول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي چې په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د اوبو بحران خورا سخت شوی او د وچکالۍ کچه د تېر کال په پرتله نږدې دوه چنده شوې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د چاپیریالي فشارونو له امله اوبو ته لاسرسی په بېساري ډول کم شوی دی.
