ښځې

ملګري ملتونه: یو میلیون ښځو حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړی

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو بې‌ساري کمښت په کړکېچ ځپلو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو ملاتړي سازمانونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې یې لږترلږه یو میلیون ښځې او نجونې له حیاتي خدماتو بې‌برخې کړې دي.

دغه نهاد وایي، د بودیجې د نشتوالي له امله د ښځو نیمایي سازمانونه اړ شوي چې اړمنې ښځې او نجونې په انتظار لیست کې واچوي او یا ورته له خدماتو ورکولو ډډه وکړي.

دا راپور په ۵۲ کړکېچ ځپلو هېوادونو کې د ښځو د حقونو د ۸۵۵ سازمانونو د ځوابونو پر بنسټ چمتو شوی، چې له مخې یې له هرو پنځو څخه دوو برخو بنسټونو خبرداری ورکړی که دا وضع دوام وکړي، په راتلونکي یوه کال کې به خپل فعالیتونه په بشپړ ډول بند کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د بشردوستانه اقداماتو مشره، صوفیا کالتورپ وایي چې د افغانستان، کانګو، سوډان او یمن په لیرې پرتو سیمو کې دا سازمانونه په داسې ځایونو کې فعالیت کوي چې ډېری نړیوال بنسټونه ورته لاسرسی نلري.

بلخوا په افغانستان کې د دغو ملاتړونو کمښت د ښځو او نجونو ژوند له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ کړی دی.

د بادغیس اوسېدونکې اقلیمه وایي، په تېرو درېیو څلورو کلونو کې ورسره هېڅ مرسته نده شوې؛ د دغه ولایت نورې اوسېدونکې نازو او ګلدسته هم شکایت کوي چې په کورونو کې د خوراکي توکو د نشتوالي او د ماشومانو د ناروغیو له امله له سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو وړاندې تر دې په لیرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو او کارموندنې له لارې د ښځو ملاتړ کاوه، خو اوس دا مرستې خورا کمې یا بېخي متوقفې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تلپاتې بودیجې په تامینولو سره د ښځو د سازمانونو د فعالیتونو ملاتړ وکړي او په زیانمنو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بشري ناورین د لا زیاتېدو مخه ونیسي.