افغانستان

د تریلري موټرو پر مخ د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا

د طالبانو د حکومت ټولګټو وزارت په یوه خبرتیا کې اعلان کړی چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې د چارو د ګړندي کولو په موخه، نن (د چنګاښ ۱۹مه) له شمال څخه د سویل په لور د ټریلري وسایطو د تېرېدو وروستی چانس دی.

د دغه وزارت په وینا، د نن ورځي له پای ته رسېدو وروسته به د سالنګ په لویه لاره کې له دواړو لورو (له شمال څخه سویل او له سویل څخه شمال ته) د ټولو تریلري موټرو پر تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې په بشپړ ډول بندیز ولګول شي او هېڅ ټریلر ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه له چلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو غوښتي چې د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته د سالنګ لویې لارې ته د ټریلري موټرو له استولو څخه ډډه وکړي، ترڅو د دې ملي غځېدلې لارې د بیارغونې په چارو کې خنډ پېښ نشي.