طالبانو د سېشنبې په ورځ په هېواد کې د برښنا د تولید او لېږد د پراختیا لپاره د یوه پنځه کلن پروګرام د تصویبېدو خبر ورکړ.
د طالبانو د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر دفتر ویلي چې دا پروګرام مخکې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون لخوا تصویب شوی و او اوس د دوی مشر، هبتالله اخوندزاده هم تایید کړی دی.
د دغې اعلامیې پر بنسټ، په دغه پنځه کلن پروګرام کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید ۲۵ پروژې شاملې دي.
په دغه پلان کې د برښنا د لېږد د کرښو د پراختیا لپاره د ۱۳ نیمګړو پروژو بشپړول او د ۲۳ نویو پروژو پیلول هم شامل دي.
دغه راز د ۲۱ نیمګړو سبسټېشنونو بشپړول، د ۲۱ نویو سبسټېشنونو جوړول او د برښنا د وېش د ۳۴ پروژو پلي کول د دغه پروګرام بله برخه ده.
د طالبانو په اعلامیه کې د دغه پروګرام د ټول لګښت، د مالي سرچینو، د برښنا د تولید د تمه کېدونکې وړتیا یا د هرې پروژې د پلي کېدو د دقیق مهالوېش په اړه هېڅ جزیات ندي ورکړل شوي.
طالبانو ویلي چې د دغه پروګرام موخه د انرژۍ سکتور پراخول، د اقتصادي ودې پیاوړي کول او د وارداتي برښنا په اړه د افغانستان د وابستګۍ کمول دي.
افغانستان لا هم په لویه کچه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برښنا متکي دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۸۰ سلنه برښنا واردوي.
د افغانستان د وارداتي برښنا له ۹۰ سلنې څخه زیاته برخه له منځنۍ اسیا او پاتې نوره یې له ایرانه چمتو کېږي.
د انرژۍ سکتور د سیمه ییزو رسنیو د احصایو له مخې، د افغانستان د برښنا کورنی تولید شاوخوا ۲۵۰ میګاواټه دی، په داسې حال کې چې دا هېواد د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه شاوخوا ۸۰۰ میګاواټه برښنا واردوي.
د طالبانو د انرژۍ سکتور چارواکو ویلي چې افغانستان د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۶ څخه تر ۷ زره میګاواټه برښنا ته اړتیا لري او د صنعتي فعالیتونو د پام وړ پراختیا په صورت کې، دا اړتیا ښايي ۱۰ زره میګاواټو ته ورسیږي.
د برښنا د عرضې او تقاضا ترمنځ دا لوی واټن افغانستان د برښنا د وارداتو د کمښت پر وړاندې زیانګلی کړی او د برښنا د دوامداره کمښت لامل شوی دی.
په کابل کې برښنا ته د خلکو لاسرسی د موسمونو او د لېږد د کرښو د ستونزو له امله توپیر لري؛ د پلازمینې اوسېدونکو په وار وار د برښنا د اوږد مهاله پرچاویو څخه شکایت کړی او د تېر کال په اوړي کې ځینو ویلي وو چې په ورځ کې یې له اتو ساعتونو څخه زیات برښنا نلرله.
طالبانو په وروستیو کلونو کې د انرژۍ څو لویې طرحې اعلان کړې دي، خو د دغو پروژو څخه ډېری یې لا هم د جوړېدو په حال کې دي او یا په لومړنیو پړاوونو کې قرار لري.
د برېښنا شرکت په دې وروستیو کې ویلي چې د ۱۸۲۰ میګاواټه په مجموعي وړتیا سره یې د برښنا د تولید د ۱۷ پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي، چې ټاکل شوې دا پروژې د اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو په واسطه برښنا تولید کړي.
