د کابل-کندهار پر لویه لاره د یوه «۵۸۰» ډوله مسافروړونکي بس د اوښتلو له امله لږ تر لږه یو تن مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ نور کسان ټپیان شوي دي.
په زابل کې د طالب امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن د دوشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په اړونده ساحه کې رامنځته شوې ده.
په زابل کې د پولیسو قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، ۶ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.
د چارواکو په وینا، د دغې پېښې ټپیان سمدستي نږدې سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېساري توګه زیاتې شوې دي او په وروستیو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
د «آمو» ټلوېزیون لخوا راټول شوي ارقام ښيي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ ترافیکي پېښې شوې دي.
د دغو امارو پر بنسټ، په یادو پېښو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۸ نور کسان ټپیان شوي دي. د ترسره شویو څېړنو پایلې څرګندوي چې تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې د کابل–هرات او کابل–جلالآباد پر لويو لارو او همدا راز په بدخشان ولایت کې رامنځته شوې دي.
