په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي امانت صندوق (ایس ټي ایف اې) په خپل نوي خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر نشه يي توکو روږدي کېدل لا هم په دغه هېواد کې یوه لویه او جدي ټولنیزه او روغتیايي ننګونه ده.
دغې نړیوالې ادارې په ټینګار سره ویلي چې هیڅوک باید د اعتیاد او روږدي کېدو له امله له پامه ونه غورځول شي او نه یې هم انساني هویت په دې پورې محدود شي، بلکې هغوی د یوې ټولنیزې ناروغۍ ښکار شوي او د ټولنې د نورو وګړو په څېر د ملاتړ او درملنې حق لري.
یاد نړیوال بنسټ په ډاګه کړې چې د دغې جدي ستونزې د هوارولو او د زیانګلو افغانانو د لاسنیوي په موخه، د دوی د یوې ګډې پروژې له لارې په تېر ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې له ۳۷ زره څخه زیاتو روږدو کسانو او د هغوی له کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې رغونکې مرستې شوې دي.
بنسټ زیاته کړې چېد دغه پروګرام تمرکز یوازې د روږدو کسانو پر سملاسي فزیکي درملنه نه و، بلکې د یوې هر اړخیزې تګلارې له لارې یې د ناروغانو د فزیکي روغتیا د سمولو ترڅنګ، له ټولنې او کورنۍ سره د هغوی د بېرته یوځای کېدو لپاره د رواني کتنې او مسلکي مشورو زمینې هم برابرې کړې دي.
د دې ترڅنګ، د یادو کسانو او د هغوی د سرپرستانو لپاره د کار او روزګار په برخه کې اقتصادي او معیشتي ملاتړ هم شوی، ترڅو بېرته د فقر او بېکارۍ له امله د مخدرو موادو کارولو ته مخه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده ملګرو ملتونو تر دې وړاندې یو بل راپور کې ویلي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه له ۲۳۲ زره هکتاره څخه په ۲۰۲۲ کال کې، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکتاره ته راښکته شوې چې د ۹۵ سلنه کموالي ښکارندویي کوي.
د مخدرو موادو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې دننه د مخدرو توکو د مصرف د بڼې د بدلون خبر هم ورکړی.
د درملنې د مرکزونو د معلوماتو له مخې، ډېر افغان نارینه د دارویي اپیوایډونو، اراموونکو او د خوب ګولیو ته د روږدي کېدو د درملنې لپاره مراجعه کوي؛ دا بدلون د هیروئینو د کمښت او په هېواد کې د مصرف د الګو د بدلون نښه کیدی شي.
راپور کې راغلي چې په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښېښې مصرف لا هم د زیاتېدو په حال کې دی؛ هغه بهیر چې د ملګرو ملتونو په وینا د سیمې د نورو هېوادونو د مصرف له بڼې سره همغږی دی.
ملګرو ملتونو همداراز ټینګار کړی چې پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي ستونزې او سیاسي بېثباتي لا هم د افغانستان د مخدرو توکو پر اقتصاد اغېز شیندي، که څه هم د تریاکو تجارت په کلکه کوچنی شوی دی.
(ایس ټي ایف اې) د خپل راپور په پای کې د «یو موټی عمل» تر شعار لاندې پر نړیواله ټولنه او اړوندو اړخونو غږ کړی، چې د دغې لویې ټولنیزې او روغتیايي ستونزې ريښه کښل او په بشپړه توګه د روږدو کسانو ژغورل د نړیوالو بنسټونو او کورنیو ادارو ترمنځ یوې دوامداره، همغږې او پراخې همکارۍ ته اړتیا لري .
