سویلي آسیا

بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو پر کیمپ برید؛ د ۳۰ پوځیانو د وژل کېدو ادعا

انځور- ارشیف څخه

د بلوچ لبریشن آرمي وسله والې ډلې ادعا کړې چې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې یې د پاکستاني ځواکونو د کوسټ ګارډز پر یو مهم کیمپ موټر بم او وسله وال برید کړی، چې په پایله کې یې د ۳۰ څخه زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دغې ډلې ویاند «جیئند بلوچ» په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د جمعې په ماښام (د جولای په ۳مه) د ګوادر د «جیواني» په «پانوان» سیمه کې د دوی د ځانګړي ډلې لخوا ترسره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې لومړی د «عطاء الله بلوچ عرف اجمل» په نوم د دوی یو تن وسلوال له بارودو ډک مازدا موټر د یاد کیمپ دننه چوولی، چې له امله یې کیمپ په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې تر چاودنې سمدستي وروسته د دوی د بلې ځانګړې ډلې (فتح سکواډ) وسله والو پر کیمپ له څلورو خواوو برید کړی او ژوندي پاتې شوي پوځیان یې په نږدې نښته کې وژلي دي.

د بلوڅ وسله والو ویاند ویلي چې په دې برید کې د پاکستاني ځواکونو کیمپ په بشپړ ډول له منځه تللی او د ډېرو پوځیانو د جسدونو د بند پاتې کېدو له امله ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) او خپلواکو سرچینو په رسمي توګه د دې برید او د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.