ښځې

خالده پوپل: د مکسیکو نړیوال جام باید له سټډیومونو بهر د کډوالو ښځو لاسنیوی وکړي

Photo: UEFA

داسې مهال چې نړیوال جام مکسیکو ته کیمرې، پیسې او نړیوال جشنونه راوړي، د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال لوبډلې پخوانۍ کپتانه خالده پوپل یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: د دغه نړیوال پام څومره برخه به د سټډیومونو له دروازو بهر زیانګالو نجونو او کډوالو ته ورسیږي؟

خالده پوپل، چې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې له بنسټ اېښودونکو څخه ده، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده ووته؛ هغه مهال چې ښځې له سپورټ او ډېری ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې شوې.

نوموړې اوس په مکسیکو سټي کې له سیمه ییزو بنسټونو سره یوځای د کډوالو ماشومانو او څنډې ته شویو ټولنو لپاره د فوټبال روزنیز کمپونه چلوي.

هغه له دې فرصته په ګټې اخیستنې پر کوربه هېوادونو غږ کوي چې له دغو سیالیو وروسته هم د ټولنې لپاره یو تلپاتې ټولنیز میراث پرېږدي.

پوپل له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي: «نړیوال جام په ډېره لږه موده کې پای ته رسیږي؛ خو له هغې وروسته څه؟ پکار ده چې عامه ټولنه هم پاملرنه او ملاتړ ترلاسه کړي.»

پوپل په مکسیکو کې د ښځو د فوټبال پرمختګونه وستایل او د نارینه وو په نړیوال جام کې د لومړۍ مکسیکوۍ ښځینه لوبڅارې، کاتیا ګارسیا، حضور یې د نجونو لپاره یو لوی الهام وباله.

خالدې پوپل دا نظر په کلکه رد کړ چې ګواکې سپورټ او ټولنیزې مسلې باید جلا وساتل شي. هغې وویل: «د فوټبال هر څه سیاست او تجارت دی.»

 هغې زیاته کړه چې د ښځو فوټبال له پیله له حق غوښتلو او مبارزې سره غوټه خوړلې ده، ځکه پخوا چې مالي ملاتړ نه و، لوبغاړو یوازې د لوبې له امله د معاشونو د برابرۍ او په ټولنه کې د تاوتریخوالي پر وړاندې لوی کمپاینونه مخکې وړل.

پوپل ټینګار وکړ چې دا پرمختګ باید د ډګر څخه بهر هم وښودل شي. مکسیکو لا هم د جنسیتي تاوتریخوالي له لوړې کچې سره لاس او ګرېوان ده او تېر کال شاوخوا ۷۰ زره څخه زیاتو کسانو هلته د پناه غوښتنه کړې، چې ډېری یې په کمپونو کې مېشتې ښځې او ماشومان دي.

خالدې خبرداری ورکړ که دغو ټولنو ته دوامداره فرصتونه برابر نشي، د تاوتریخوالي او محرومیت دا لړۍ به تکرارېږي.

د هغې دا خبرداری د افغانستان له ترخې تجربې سرچینه اخلي. هغې وویل، په افغانستان کې ښځې له زده کړو، کار او سپورټ څخه په سیستماتیک ډول محرومې شوې او دا هېواد د ښځو لپاره په یو «پرانیستي زندان» بدل شوی، چیرته چې حتی په عامه ځایونو کې د لوړ غږ د خبرو اجازه نشته.

د هغې په وینا، په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال لوبډله یوازې د لوبو د بیا پیل نښه نه ده، بلکې د ښځو د حقونو د خوندیتوب یو ژوندی یادګار دی.

خالدې پوپل د ښځو فوټبال ته د زیاتو برانډونو او شرکتونو له راماتېدو سره یو داسې ګواښ ته اشاره وکړه چې د لوبغاړو غږ خاموشوي.

هغې وویل، په فوټبال کې د سوداګرۍ زیاتوالي د لوبغاړو خپلواک غږ اغېزمن کړی دی: «څومره چې پیسې او لوی برانډونه راځي او ستاسو پر سینه د کمپنیو لوګوګانې زیاتیږي، هغومره د خپل حقیقي غږ د پورته کولو ځواک له لاسه ورکوئ.»

پوپل هيله لري چې د خپل سازمان (ګرل پاور) له لارې د ورزش دا حقیقي بڼه وساتي او د کډوالو په کمپونو کې د فوټبال په مټ ثابته کړي چې دا لوبه یوازې د شتمنو نه، بلکې د هر چا حق دی.