امنیت

امریکا: د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان له دفاعي حقه ملاتړ کوو

په کابل کې د امید مرکز انځور؛ د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان له هوايي برید وروسته. آرشیف

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع په برخه کې د پاکستان د حق ملاتړ کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواو لوریو ترمنځ د بریدونو له نوي پړاو وروسته د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د پاکستان خلکو د ترهګرو له کړنو خورا زیات زیانونه ګالي دي.»

دغه وزارت زیاته کړې چې واشنګټن «د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له ځانه د دفاع په برخه کې د پاکستان د حق ملاتړ کوي.»

دا دریځ پر پکتیا، پکتیکا او کنر ولایتونو د پاکستان له هوايي بریدونو څو ورځې وروسته مخې ته راځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. د یوناما په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پاکستان ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې د پاکستان د تحریک طالبان (TTP) او جماعت الاحرار د غړو پټنځایونه په نښه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په بریدونو کې د دغو ډلو ۲۵ غړي وژل شوي؛ هغه روایت چې د طالبانو او ملګرو ملتونو له راپورونو سره توپیر لري.طالبانو ویلي چې پاکستان د ملکیانو کورونه بمبار کړي دي.

طالبانو له یادو بریدونه وروسته وویل چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یې داسې مرکزونه په نښه کړي، چې د دوی په ادعا، د داعش او ځینو نورو عناصرو لخوا په ګډه کارول کېدل.

پاکستان وروسته تایید کړه چې څلور ډرون الوتکې له افغانستان څخه د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتلې وې، خو ویې ویل چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم اهدافو ته تر رسېدو وړاندې کشف او له منځه وړې دي.

د پاکستان پوځ همدا راز طالبانو ته د داسې بریدونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کړکېچونو دا نوی پړاو د دواړو لورو ترمنځ له میاشتو خرابو اړیکو او تیت پرک نښتو وروسته رامنځته کېږي.

د فرورۍ په میاشت کې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تېرو څو کلونو کې یو له تر ټولو سختو جګړو څخه وشوه.

پاکستان په ځلونو طالبان تورن کړي چې د ټي ټي‌پي غړو ته اجازه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي او په پاکستان کې خپل بریدونه پلان کړي.

طالبانو دا تور رد کړی او وايي چې هیڅ چا د بل هېواد پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو چارواکي دغه راز په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له امله رامنځته شوې ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسله بولي.

په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ اختلافونه د مستقیمو پوځي نښتو لامل هم شوي دي.

پاکستاني ځواکونو څو ځله د افغانستان په دننه کې سیمې په نښه کړې دي او د دواړو لورو ځواکونه پر فرضي کرښه هم یو له بل سره ښکېل شوي دي.

وړاندې د جون په میاشت کې هم پاکستان په خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو.

یوناما اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. پاکستان وویل دا بریدونه په دغه هېواد کې دننه د یو لړ وسله‌والو بریدونو، په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان، بنو او ځینو نورو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو له بریدونو وروسته شوي دي.

له هغې څو ورځې وروسته، طالبانو ادعا وکړه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د داعش مواضع په نښه کړې دي.

د تاوتریخوالي دا نوی پړاو د زغم او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو غوښتنو سره مل شوی دی.

ملګرو ملتونو له دواړو لورو غوښتي چې خپل اختلافات د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي او په نړیوالو بشري حقونو ولاړ پاتې شي.

له دې سره سره، د امریکا په بیانیه کې په ځانګړي ډول د پاکستان پر امنیتي اندېښنو او پر دغه هېواد د وسله‌والو ډلو د بریدونو پر پایلو ټینګار شوی دی.

پاکستان د امریکا له سترو غیر ناټو متحدینو څخه دی. ويل کېږي چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکې ښې شوې دي.

پاکستان دغه راز له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې په تړاو په هڅو کې د منځګړي رول هم لوبولی دی.