د ایران پوځي قوماندانۍ ګواښ کړی که هرې سوداګریزې کښتۍ د هرمز په تنګي کې له ناامنه او غیرقانوني لارو څخه د تېرېدو هڅه وکړه، د ایراني وسلهوالو ځواکونو له سخت او سمدستي غبرګون سره به مخ شي.
د ایران د «خاتم الانبیاء» مرکزي قرارګاه دا ګواښ پر داسې مهال کړی چې یوازې یوه ورځ وړاندې قطري منځګړو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې په غیرمستقیمو خبرو کې د «مثبت پرمختګ» خبر ورکړی و.
ایران وایي، په هرمز تنګي کې د کښتیو چلولو د دغه هېواد د قوانینو نقض کول به د کښتیو امنیت په جدي خطر کې واچوي.
دا غبرګون وروسته له هغې راځي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په بحرین کې د سیمې د هېوادونو په ګډون یوه امنیتي ناسته کړې وه او په تنګي کې یې د سوداګرۍ پر ازاد بهیر ټینګار کړی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «کاظم غریبابادي»په اېکس پاڼه د سنټکام پر دغه ناسته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې امنیت یوازې له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د نویو جیوپولیټیکو حقایقو په منلو سره راتلای شي، نه د امریکا تر پوځي چتر لاندې.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او مایع ګازو (LNG) د سوداګرۍ پنځمه برخه جوړوي. د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران او امریکا-اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په دغه تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو لږ تر لږه ۴۹ بریدونه شوي دي، چې ډېری یې پر ایران تپل کېږي.
سره له دې چې د جون په ۱۷مه د ډونالډ ټرمپ او مسعود پزکشیان ترمنځ د تفاهم لیک له لاسلیک وروسته له دغې لارې د کښتیو تګ راتګ له ۳۴ څخه ۴۵ ته لوړ شوی، خو لا هم د جګړې تر وړاندې حالت (چې په ورځنۍ توګه ۱۳۰ کښتۍ وې) خورا کم دی.
د ایران د دغه نوي ګواښ وروسته، د اسیا په بازارونو کې د برنټ خامو تېلو بیه په هر بیرل کې پر ۷۲ ډالرو ثابته پاتې ده.
