لویدیځه اسیا

اې پي: امریکا لا هم ایران کې په برید کې د ۱۰۰ ماشومانو د وژل کېدو حقیقت پټوي

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په یو نوي تحقیقي راپور کې افشا کړې چې د امریکا د یو توغندي د لګېدو له امله د ایران په یو لومړني ښوونځي کې له ۱۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي، خو پېنټاګون لا هم پرې سکوت غوره کړی دی.

دا برید د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران د هرمزګان ولایت په «میناب» ښار کې د «شجره طیبه» په نوم د یو لومړني ښوونځي پر ودانۍ شوی و، خو د ۱۲۰ ورځو په تېرېدو لا هم د امریکا حکومت د دې پېښې پایلې پټې ساتلې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ پدې اړه وویل، ده د پېنټاګون راپور ندی لوستلی خو باوري دی چې دا برید د امریکا لخوا ندی شوی، ځکه په وینا یې هلته په هر لوري توغندي توغول کېدل.

د راپور له مخې برید په سهار، په تهران د بمباریو له امله د ښوونځي ادارې له والدینو غوښتي وو چې خپل ماشومان کورونو ته یوسي، خو په ۱۰:۲۵ بجو توغندیو د ښوونځي انګړ وویشت او ودانۍ یې په بشپړ ډول ونړوله.

د سټلایټ انځورونو تحلیل ښيي چې څو توغندي په دغه کمپاونډ لګېدلي دي. عیني شاهدانو ویلي چې د ماشومانو د بدن غړي تر خاورو لاندې وو او د سیمې روغتون په هماغه لومړۍ ورځ د ۱۰۸ مړو د موندلو خبر ورکړی و.

د لندن مېشتي څېړنیز بنسټ «ایرواز» (Airwars) له میاشتو څېړنو وروسته د ۱۵۷ وژل شویو کسانو هویت تایید کړی، چې ۱۲۳ یې د ۱۳ کلونو او یا تر هغه کم عمره ماشومان دي او ۳۴ یې د ښوونځي کارکوونکي او والدین دي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط AP ته تایید کړې چې پېنټاګون له هماغه لومړیو ساعتونو پوهېده چې سیمه د دوی توغندي ویشتلې ده، خو د دغه ښوونځي نوم د بریدونو د منع شویو سیمو په لیست (No-strike lists) کې شامل نه و.

د پېنټاګون پخواني چارواکي وایي چې د ټرمپ په اداره کې د ملکي خوندیتوب دفتر د کارکونکو د کمښت له امله د هدفونو لیستونه نوي شوي نه وو او امریکایي نظامي هدف ټاکونکو دا سیمه یوازې د سپاه پاسداران د یوې اډې په توګه پېژندله.

دې ښوونځی د سپاه پاسداران د یوې پوځي اډې ترڅنګ په یو ګډ دیوال کې موقعیت درلود. په‌کې د نظامي افسرانو د اولادونو ترڅنګ د سیمې د سني بلوڅ اقلیت، ماشومان هم شامل وو.

راپور زیاتوي چې د ایران حکومت له دغه ناورین څخه خپله سیاسي ګټه پورته کړه؛ د کورنیو د غوښتنو خلاف یې د ماشومانو مړي په ګډه خاورو ته وسپارل او هغوی ته یې د «شهیدانو» نوم ورکړ.

تر دې چې د ایران د فوټبال ملي ټیم د نړیوال جام په سیالیو کې پر خپلو جاکټونو د «#۱۶۸» نښانونه ووهل او له امریکا سره د جنګ د درېدو د مذاکراتو ټیم ته هم د «میناب »” نوم ورکړل شو، په داسې حال کې چې د قربانیانو کورنۍ په سخت سنسور کې ساتل شوې دي.

په کانګرس کې د سوت ډاکوټا سناتور «مایک راونډز» وایي چې کانګرس ته پدې اړه کافي معلومات ندي ورکړل شوي او دوی له پېنټاګون څخه د دې پیښې د بشپړ او سپین راپور غوښتنه کوي.