وټساپ اعلان کړی چې خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي ترڅو د ځان لپاره ځانګړي کارن نومونه یا(یوزر نېم) وټاکي، چې پدې سره به د چټ کولو لپاره د شخصي موبایل شمېرو شریکولو ته اړتیا نه وي.
د میټا شرکت تر ملکیت لاندې دغې شبکې ویلي، چې د دوشنبې له ورځې یې د ځانګړو کارن نومونو د ریزرف یا خوندي کولو لړۍ پیل کړې او د روان کال تر پایه به دا اسانتیا ټولو ۳ میلیارده کاروونکو ته فعاله شي.
واټساپ دا یو تر ټولو مهم امنیتي او د حریم د خوندیتوب (Privacy) فیچر بللی او وایي، هېڅوک نشي کولای په ساده لټون ستا یوزرنیم پیدا کړي، بلکې د لومړي ځل چټ لپاره به دقیق نوم ته اړتیا وي.
د دغه نوي بدلون له مخې، شرکتونو، مشهورو څېرو، هنرمندانو او د فېسبوک او انسټاګرام د پاڼو خاوندانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د خپلو پاڼو په نومونو واټساپ یوزرنیمونه عاجل خوندي کړي.
ټاکل شوي یوزرنیمونه باید د ۳ او ۳۵ تورو ترمنځ وي او واټساپ د جعلکارۍ د مخنیوي لپاره د حکومتونو، مشهورو څېرو او سازمانونو نومونه مخکې له مخکې بند کړي ترڅو بل څوک پرې جعلي اکاونټ جوړ نه کړي.
