د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ایالتونو او امنیتي ادارو ته امر کړی چې د راتلونکې جولای میاشتې له ۱۰مې نېټې وروسته هغه ټول افغانان سمدستي ونیسي او وباسي چې په دغه هېواد کې بې له ویزې اوسېږي.
د کورنیو چارو وزارت لخوا د جولای له ۱۰مې د بېویزې افغانانو د نیولو نوې پرېکړه د دغه هېواد د هغې پراخې تګلارې برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې پیل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وروستي معلومات ښیي چې د دغه پلان له پیل راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۲.۴ میلیونه افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي یا هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو رسمي شمېرو له مخې، یوازې په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د پاکستان د حکومت د فشارونو د زیاتوالي له امله، له ۱.۱۵ میلیونو څخه زیات افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته لېږل شوي وو.
روان وضعیت په پاکستان کې مېشت افغانان چې په دریو ډلو (د پي او آر کارت لرونکي، افغان سیټیزن کارت لرونکي او بېاسناده کسانو) وېشل شوي، د دایمي نیولو او جریمې له سخت برخلیک سره مخ کړي دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې افغانستان لا دمخه له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او په دومره لویه کچه د خلکو په زوره ستنول به بشري ناورین نور هم ژور کړي.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم د دغه ګام په غبرګون کې ویلي، د هغو کسانو په زوره ایستل چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.
د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه وایي چې د نوي مکتوب له امله په اسلاماباد، پنجاب او پېښور کې پولیسو پر کډوالو فشارونه زیات کړي او د کورونو خاوندانو افغانانو ته د کورونو د خالي کولو یاداښتونه ورکړي دي.
