د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ تېره شپه هوايي او ځمکني بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو معیارونو خلاف عمل بللی دی.
حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه په خپور شوي بیان کې پر پاکستان غږ کړی چې د «ستیزهجویۍ او د افراطګرۍ په وړاندې له دوه ګوني چلند» څخه لاس واخلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.»
طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي.
تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون سرطبیب ډاکټر نورز ویلي چې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله تر اوسه ۴۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
پاکستان وایي دا بریدونه یې په کراچۍ کې پر رینجرز ځواکونو د برید په ځواب کې کړي دي. خو د طالبانو حکومت او سیمهییزو سرچینو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو بریدونو له امله د اوښتې ملکي مرګژوبلې په تړاو له اغېزمنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د پاکستان خېر پدې کې دی چې د توندلارۍ په وړاندې د دوه ګوني سیاست پر ځای، له افغانستان سره د متمدنو اړیکو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي.
