د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستان د تېرې شپې د خونړیو هوايي او ځمکنیو بریدونو په وړاندې تر اوسه یوازې په رسمي غندنه او لفظي غبرګون بسنه کړې ده.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي، خو د کوم عملي یا نظامي غبرګون یادونه یې نه ده کړې.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي د طالبانو دې عکس العمل مایوسه کړي او دوی یې په لاسپوڅۍ تورن کړي او وايي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان برید کوي او طالبان یې پر وړانې چوپ دي، د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې نور له دې ډلې څخه د خاورې او ولس د دفاع تمه نه ده پکار.
تر دې مخکې پر کابل د پاکستان په بریدونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ویلي و چې موږ له پاکستان څخه د غچ او انتقام اخیستو اراده نلرو.
د طالبانو ویاند وروسته له هغې پر خپله ایکس پاڼه دا تازه پېښه په کلماتو کې وغندله چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ په رسمي ډول تایید کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تېره شپه د ډيورنډ کرښې په اوږدو او د افغانستان د ننه پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د عملیاتو په دوام، درې بریدونه کړي دي.
اسلاماباد ادعا کوي چې پدې عملیاتو کې د ټيټيپي او جماعتالاحرار ډلو ۲۹ تنه وسلهوال وژل شوي او د وسلو ډیپوګانې یې ویجاړې شوې دي.
د پاکستان پوځ وایي دا بریدونه یې په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د شنبې د ورځې د برید په ځواب کې کړي دي.
تر دې مهال د طالبانو هیڅ امنیتي لوړ پوړي چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویاند یې د پاکستان دغه ادعا ردوي او وایي چې په نښه شوې سیمې ملکي کورونه او جوماتونه وو.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون سرطبیب ډاکټر هم تایید کړې چې د بریدونو له امله تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ټپیان روغتون ته ورلېږدول شوي دي.
سیمهییزو سرچینو تر دې دمه په پکتیا، پکتیکا (ګیان ولسوالۍ) او کونړ (مرورې ولسوالۍ) کې د ۳۵ تنو د وژل کېدو او ۱۴۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
سره له دې چې طالبان تائیدوي چې دا بریدونه د افغانستان په خاوره کې د ننه د لسګونو ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوي، خو یوازې پر ټویټر (ایکس) یې د غندنې پیغام خپور شوی، چې د سیاسي چارو د شنونکو په وینا، دا د پاکستان د تکراري بریدونو په وړاندې د طالبانو د کمزوري او یوازې ډیپلوماټیک دریځ ښکارندویي کوي.
