امنیت

ذبیح الله مجاهد: تیره شپه د پاکستان په هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.»

طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي.

‏تر دې  وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون سرطبیب ډاکټر نورز ویلي چې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله تر اوسه ۴۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

پاکستاني جنګي الوتکو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځو ولایتونو، کونړ، پکتیا او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې پر جومات د برید راپور ورکړل شوی، او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ پر ملکي کورونو هم بریدونه شوي دي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د مرورې ولسوالۍ د برول سیمې پر یوه کور د شپې ناوخته هوايي برید شوی دی.

د دې سیمې د لېرې والي له امله تر اوسه د احتمالي زیانونو او مرګ‌ژوبلې بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

بل لور ته، د پاکستان حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې تایید کړې چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او جماعت‌الاحرار اړوند درې هدفونه په نښه کړي دي.