د ننګرهار ولایت په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د اغزن سیم ترڅنګ خښ شويو ماینونو ځایي خلک اندېښمن کړي دي.
هسکه مېنه، مومندره، نازیان، دوربابا او لعلپوره هغه ولسوالۍ دي، چې پاکستاني پوځیانو د اغزن سیم دېخوا (د افغان کورنیو په لور) تر ۳۰۰ مترۍ ماینونه خښ کړي دي.
د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی سباوون مومند وایي، د غوړکي په کلي کې هره کورنۍ د دې ماینونو له امله زیانمنه شوې ده.
نوموړی وایي، په هغه کلي کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي، چې ډېری یې هغو سیمو ته چې اغزن سیم ته نږدې دي د څارویو د څرولو او کله هم د دغو کورنیو ماشومان د لرګیو راټولولو لپاره ورځي.
مومند زیاتوي: «په غوړکي کلي کې دېری کورنۍ له دې امله په یو نه یو ډول زیانمنې شوې، د چا اولادونه معیوب شوي او ځينو کورنيو پکې مالونه له لاسه ورکړي، خلک اړ دي، ځکه هلته یې څړځای دی، خلک د خسو ټولولو لپاره هم ورځي.»
په ننګرهار کې د عمر په نوم مین پاکۍ موسسې مسوولین هم مني، چې د اغزن تار په نږدي ۳۰۰ تر ۴۰۰ مترۍ کې ماینونه ځای پرځای شوي دي.
ننګرهار کې د دغې موسسې عملیاتي مشر قاري شېرخان احمدزی وایي، له طالب چارواکو سره یې په مشوره هڅه وکړه، د دو خلکو اندېښنې لیرې کړي او له هغه ځایه مینونه پاک کړي خو په خبره یې پاکستاني لوري اجازه ورنه کړه چې دا کار وکړی.
هغه وایي، پاکستاني لوري دا سیمه له دې امله په مینونو پوښلې چې اغزن تار ته څوک ورنږدې نه شي، خو په خبره یې دې چارې افغان کورنۍ زیانمنې کړې دي.
احمدزی زیاتوي: «د اغزن تار شاوخوا ۳۰۰ مترۍ کې دا مینونه خښ شوي دي، په اټکلیزه توګه شاوخوا ۷ کیلو متره سیمه په مینونو پوښل شوې ده.»
دی وایي چې په ځلونو یې دا ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې ورته حل لاره نه ده موندلې او نه هم کومه مثبته خبره دوی ته په دې اړه شوې ده.
۱۲ کلن محمد هغه ماشوم دی، چې د بدن غړی له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وایي: «زه نه پوهېدم، چې دلته میونه تازه اېښودل شوي، مخکې تلم کوم خطر نه و، بس دا حالت دی اوس، هیله ده دا سیمه پاکه شي.»
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د اړونده ادارو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.
له بلې خوا، د ماین پاکۍ د دغې موسسې عملیاتي مشر بیا په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې تر ولایتي ادارې یې ستونزه رسولې او ډاډ ورکړل شوی، چې اواري لپاره به یې هڅې وکړي ترڅو دغه اوسېدونکي له دغې ستونزې وژغورل شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اغزن تار پر سر د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېرې ستونزې او ناندرۍ راپورته شوې، چې وروسته د ګډو ناستو له لارې ورته حللاره لټول شوې ده.
اوس هم خلک تمه لري، چې طالبان د دې ستونزې د اواري لپاره هڅې وکړي او یوه مناسبه حللاره ورته لټوي ترڅو خلک له دغو ستونزو وژغورل شي.