د ووشو د شانګهای سازمان د اسیايي سیالیو په لړ کې، افغان ورزشکار شهزاده صافي خپل قزاقستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال په خپل نوم کړ.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني رونې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې شهزاده صافي دغه بریا د ۵۶ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپله کړه.
نوموړي د لوبې په اوږدو کې د خپل قزاقستاني سیال پر وړاندې خورا غوره تخنیکي لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بریا یې خپله کړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان ووشو کار د دغه مډال په ګټلو سره بل پړاو ته لار ومونده او سبا (یکشنبه، د چنګاښ ۷مه) به د سپینو زرو د مډال د ترلاسه کولو او پایلوبې ته د رسېدو لپاره له خپل هانګ کانګي سیال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
