د مخدرو موادو او جرمونو پروړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له سراسري بندیز وروسته د تریاکو بېساري کمښت د هیروئینو نړیوال بازار په اساسي توګه ګډوډ کړی او د فنتانیل په څېر د مصنوعي مخدرو موادو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.
دغه بنسټ د مخدرو توکو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وایي د نړۍ د تر ټولو لوی ناقانونه تولیدونکي په توګه د افغانستان رول، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو لخوا د بندیز له پلي کېدو وروسته په بېساري سرعت بدل شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه له ۲۳۲ زره هکتاره څخه په ۲۰۲۲ کال کې، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکتاره ته راښکته شوې چې د ۹۵ سلنه کموالي ښکارندویي کوي.
همداراز د تریاکو تولید له ۶۲۰۰ ټنو څخه د بندیز له پلي کېدو وړاندې، تېر کال ۲۹۶ ټنو ته راکم شوی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، دغه کمښت لامل شوی چې په نړۍ کې د تریاکو ناقانونه تولید په وروستیو څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي.
د ملګرو ملتونو دا اداره وایي دا سخت کمښت په نړیواله عرضه کې یو لوی ټکان دی؛ هغه ټکان چې د تریاکو او هیروئینو د زېرمو په ختمېدو سره به په راتلونکو کلونو کې نور هم په ډاګه شي.
دا بنسټ اټکل کوي چې قاچاقبران لا هم له هغو زېرمو کار اخلي چې تر بندیز وړاندې تولید شوي او دا زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه د هیروئینو د نړیوالو بازارونو اړتیا پوره کړي.
خو له هغې وروسته به د هیروئینو کمښت په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان پر تولیداتو متکي وو، ډېر ښکاره شي.
په راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د تریاکو د تولید سخت کمښت په نړیواله عرضه کې داسې ټکان رامنځته کړی چې اوږدمهاله عواقب به ولري.»
ملګري ملتونه وایي همدا اوس هم د مصرف په ځینو اصلي بازارونو کې د افغانستان د هیروئینو د عرضې د کمښت نښې لیدل کېږي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د عرضې کمښت ښايي قاچاقي شبکې د مصنوعي مخدرو موادو لور ته بوځي؛ هغه توکي چې جوړول یې ساده، ارزانه او پټول یې اسانه دي.
په راپور کې له فنتانیل، نیتازنونو او اورفینونو څخه د داسې موادو په توګه یادونه شوې چې ښايي په ځینو بازارونو کې د هیروئینو ځای ونیسي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا توکي خورا ډېر ځواک لري او په وروستیو کلونو کې په اروپا او شمالي امریکا کې د دغو موادو د زیات مصرف له امله د مړینې د کچې له لوړېدو سره تړاو لري.
د تریاکو د اقتصاد له پاشل کېدو سره سره، ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د ښېښې (متآمفتامین) د تولید صنعت لا هم پر خپل ځای پاتې دی.
د دغه راپور پر بنسټ، په سویل لوېدیځه اسیا کې د ښېښې د تولید او قاچاق شاخصونه لا هم د دغو موادو د ثبات لرونکې یا ان د زیاتېدونکې عرضې ښکارندویي کوي.
په افغانستان کې د ښېښې عمده بیه راکمه شوې، خو په سیمه کې د هغې د کشف او ضبط کچه لوړه شوې؛ دا موضوع ښيي چې د مخدرو توکو په وړاندې د طالبانو له مبارزې سره سره، د دې مادې تولید په د پام وړ توګه ندی ګډوډ شوی.
دا راپور دغه راز په افغانستان کې دننه د مخدرو توکو د مصرف د بڼې (الګو) د بدلون خبر ورکوي.
د درملنې د مرکزونو د معلوماتو له مخې، ډېر افغان نارینه د دارویي اپیوایډونو، اراموونکو او د خوب ګولیو ته د روږدي کېدو د درملنې لپاره مراجعه کوي؛ دا بدلون د هیروئینو د کمښت او په هېواد کې د مصرف د الګو د بدلون نښه کیدی شي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښېښې مصرف لا هم د زیاتېدو په حال کې دی؛ هغه بهیر چې د ملګرو ملتونو په وینا د سیمې د نورو هېوادونو د مصرف له بڼې سره همغږی دی.
ملګرو ملتونو همداراز ټینګار کړی چې پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي ستونزې او سیاسي بېثباتي لا هم د افغانستان د مخدرو توکو پر اقتصاد اغېز شیندي، که څه هم د تریاکو تجارت په کلکه کوچنی شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د وچو تریاکو بیه په تېر کال کې راکمه شوې، خو لا هم د کوکنارو د کښت تر بندیز وړاندې کچې څخه په ځلونو لوړه ده؛ دا موضوع د عرضې د محدودیت او د غوښتنې د دوام ښکارندویي کوي.
په راپور کې راغلي چې میانمار اوس د افغانستان ځای نیولی او د نړۍ د تریاکو تر ټولو لوی ناقانونه تولیدونکی شوی، خو هیڅ هېواد نشي کولای د افغانستان د پخواني تولید کچه جبران کړي.
په میانمار کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۱ کال کې له ۴۲۰ ټنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې تر زر ټنو زیات شوی دی.
له دې سره، ملګري ملتونه وایي دا زیاتوالی په میانمار کې د کورنیو شخړو له امله دی، نه د افغانستان د کمښت د جبرانولو په موخه.
دا راپور هغو شواهدو ته هم اشاره کوي چې ښيي د کوکنارو د کښت یوه برخه ښايي ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې وي.
د راپور پر بنسټ، په پاکستان او هند کې د کوکنارو د اړولو عملیات د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ تر دوه برابره زیات شوي، خو دا زیاتوالی د افغانستان د کمښت د جبران لپاره کافي نه دی.
ملګري ملتونه وایي د هیروئینو د قاچاق اصلي لارو هم تر اوسه ډېر بدلون ندی کړی.
د دغه بنسټ په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کشف شوي هیروئین له هغو تریاکو ترلاسه شوي چې تر بندیز وړاندې په افغانستان کې تولید شوي وو او د بالکان لاره لا هم د اروپا بازارونو ته د هیروئینو د لېږد تر ټولو مهمه لاره ده. خو تمه کېږي چې د افغانستان د زېرمو په کمېدو سره به دا لاره هم تر فشار لاندې راشي.
د دغه راپور په پایله کې راغلي چې په افغانستان کې د مخدرو توکو بندیز نړیوال بازارونه له منځه ندي وړي، بلکې بدل کړي یې دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په اوږدمهاله توګه، د دغه بدلون تر ټولو احتمالي عواقب د مصنوعي مخدرو توکو لور ته د لېوالتیا چټکېدل دي؛ هغه توکي چې تولید، لېږد او پټول یې د بوټو لرونکو مخدرو توکو په پرتله اسانه دي.
دا بنسټ ټینګار کوي که د مخنیوي، درملنې او نړیوالو همکاریو پروګرامونه پراخ نشي، د افغانستان د هیروئینو د صنعت کمښت ښايي په ناخواسته توګه د خورا قوي مصنوعي مخدرو توکو د نړیوالې خپرېدو لامل شي او له سیمې ورهاخوا د عامې روغتیا او قانون د پلي کولو لپاره نوي چلنجونه رامنځته کړي.
