د وینزویلا په شمالي ساحلونو کې د غبرګو او پرلهپسې زورورو زلزلو له امله په پلازمېنه کاراکاس او څو نورو ایالتونو کې ګڼې ودانۍ نړېدلې او پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، لومړۍ زلزله د ۷.۲ او دویمه یوازې یوه دقیقه وروسته د ۷.۵ درجو په شدت سره وشوه، چې ټکانونه یې تر برازیل او کولمبیا پورې احساس شوي دي.
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز بېړنی حالت اعلان کړی، د هېواد تر ټولو لوی هوایي ډګر یې تړلی او له ټولو روغتیايي کارکوونکو یې غوښتي چې روغتونونو ته ځانونه ورسوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په لسګونو کسان روغتونونو ته لېږدول شوي او لا هم یو شمېر خلک تر خاورو لاندې ایسار دي.
