د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۱ – د ۸ بجو خبرونه

د کابل لپاره د طالبانو ښاروال، له نږدې شلو ورځو راهیسې په کندهار کې بندي دی.

سرچینې آمو ته وایي، چې د کابل ښاروال، عبدالرشید نږدې شل ورځې وړاندې هغه مهال په کندهار کې ونیول شو، چې د کابل ښاروالۍ د یو شمېر ادارو د رئیسانو د دوسیې د ارزونې لپاره دغه ولایت ته تللی و. د دغو سرچینو په خبره، د اداري فساد په تور د کابل ښاروالۍ له دېرشو ډېر د بېلابېلو له دندو لرې او نیول شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې له دندې ګوښه شوي کسان، د پل خشتي د ځمکې لاندې بازار په پروژې، د آریانا سینما د پارک پروژې او د حمید مارکېټ ترڅنګ د سرو زرو او صرافۍ اړوندو پروژو کې په فساد تورن دي.

د نیول شویو چارواکو په منځ کې د کابل ښاروال وراره هم شامل دی. خو د کابل ښاروالۍ ویاند، نعمت‌الله بارکزی، د ښاروال د نیول کېدو خبر ردوي او وایي، چې لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.