په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وایي، د هغو ارزونو له مخې چې د ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره شوي، اټکل کېږي چې په ټول هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو او د فاضلابو (حفظالصحي) خدماتو ته جدي اړتیا لري.
دغه نړیوال بنسټ په خپله رسمي ایکس شبکه کې لیکلي، چې د اوبو سخت کمښت د افغان وګړو ورځنی ژوند په بشپړ ډول ګډوډ کړی او په ډېری سیمو کې کورنۍ مجبورې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د روغتیایي او سالمو اوبو په لټه کې سختې ستونزې وګالي.
اوچا زیاته کړې، چې د اوبو کمښت او د وچکالۍ دوام پهدې هېواد کې ماشومان د بېلابېلو ساري او خطرناکو ناروغیو له جدي ګواښونو سره مخ کړي او ځايي ټولنې په یوازې ځان پهدې سختو او بېساري شرایطو کې د مقابلې وس نلري.
د دغه بنسټ د تېرو رپوټونو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې سختې وچکالۍ د افغانستان په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳.۴ میلیونه کسان په مستقیم ډول زیانمن کړي وو او د خلکو کرنیز حاصلات، مالدارۍ او معیشت ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو.
اوچا پهدې راپور کې په ډاګه کړې، که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري صندوق په ملاتړ د دوی شریکان په بېلابېلو ساحو کې د اوبو رسولو او خوراکي توکو په وېش بوخت دي، خو په هېواد کې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې سمدستي او بېړنیو مالي ملاتړونو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.
