د کښتیو د تعقیب د نویو معلوماتو له مخې، نن د دوشنبې په ورځ د مایع طبیعي ګازو )ایل این جي)څلور لوی ټانکرونه چې د قطر هېواد لخوا اداره کېږي، د هرمز تنګي په مسیر کې د کښتیو د تګ راتګ له سخت کمښت سره سره، دغه سترې اوبولارې ته داخل شوي دي.
د «کپېلر» (Kpler) د تحلیلي ادارې د سټلایټي ارقامو پر بنسټ، دا ټانکرونه چې «وادي السیل، مکینیس، السد او مسیمیر» نومېږي، له هغې راهیسې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران او امریکا-اسراییل ترمنځ جګړه پیل شوې، د لومړي ځل لپاره د ایران له اصلي سمندري مسیر څخه تېرېږي.
دا پرمختګ پهداسې حال کې دی چې تېره اونۍ د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند تر هوکړې وروسته دا لاره پرانیستل شوې وه، خو د شنبې په ورځ د ایران انقلابي ګارډ ( سپاه پاسداران) په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا د دغه ستراتیژیک تنګي د تړلو اعلان وکړ، چې له امله یې د یکشنبې په ورځ یوازې ۵ کښتیو له دغه ځایه تګ راتګ کړی و، چې دا د شنبې د ورځې د ۲۶ کښتیو په پرتله خورا لوی کمښت ښيي.
بل لور ته، د ایران د ملي تېلو شرکت مشر حمید بورد د یکشنبې په ورځ دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د تیرې دوشنبې راهیسې د ایران تر ۲۵ میلیونه بیرله زیات تېل له دغه فرضي بلاک شوي خط څخه په خوندي توګه تېر شوي دي.
هممهاله د اماراتو او کویټ د تېلو شرکتونو خپلو پیرودونکو ته د هرمز تنګي دننه او بهر د تېلو د لېږد نوي وړاندیزونه کړي او د سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو کښتیو هم په پټو او خاموشو (بې راډیويي) سفرونو کې خپل توکي په بریالیتوب سره هند او نورو بازارونو ته رسولي دي.
