د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي-۷) مشرانو په فرانسه کې د خپلې کلنۍ سرمشریزې پر مهال په لبنان کې د سمدستي او پرېکنده اوربند غوښتنه وکړه او په ورته وخت کې یې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د لنډمهالې هوکړې هرکلی وکړ.
دغو مشرانو د فرانسې په «ایویان» ښار کې په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ راتلونکي مذاکرات باید په سیمه کې د تهران ګواښونه مهار کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې ایران به هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي.
دا سرمشریزه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو چانس و چې له ایران سره د خپلې پټې معاملې جزیات له خپلو نږدې متحدینو (برېتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا او جاپان) سره شریک کړي؛ که څه هم دغو هېوادونو هیڅکله پر ایران د ټرمپ د برید پرېکړه نهوه تایید کړې.
د جي-۷ هېوادونو مشرانو ویلي چې هغوی د دغه تړون پلي کېدو ته چمتو دي او د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ یو ائتلاف به د راتلونکې جمعې له ورځې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کښتیو د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي.
د واشنګټن او تهران د نوې، پردې تر شا هوکړې له مخې، په تېر اپریل کې شوی ضعیف اوربند د نورو ۶۰ ورځو لپاره غځول کېږي ترڅو دواړه هېوادونه د دایمي سولې لپاره لار هواره کړي؛ خو ټرمپ پهدې معامله کې د جګړې د پیل اساسي اهداف ندي ترلاسه کړي.
د ایران مذهبي نظام پر خپل ځای پاتې دی، د یورانیمو زېرمې یې ندي سپارلي او د بالیستیک توغندیو وړتیا او له حزبالله څخه د هغوی ملاتړ پر ځای پاتې دی، چې دا چاره د نومبر د انتخاباتو په درشل کې ټرمپ پخپله جمهوري غوښتونکي ګوند کې له سختو کورنیو نیوکو سره مخ کولای شي.
د دې اوربند پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د لبنان برخلیک دی؛ د اسرائیلو ځواکونو په مارچ میاشت کې پر لبنان برید وکړ او اوس یې هم د دغه هېواد سویلې برخې اشغال کړي دي، خو د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو، چې له دې خبرو لیرې ساتل شوی و، ویلي چې دوی د امریکا او ایران تړون ته ژمن ندي او له لبنان څخه نه وځي.
دې مسلې د واشنګټن او تلابیب ترمنځ سخت اختلافات راپورته کړي او ټرمپ پهدې ناسته کې پر نتانیاهو د سختې نيوکې ترڅنګ ویلي چې د اسرائیلو له چلند څخه بېخي خوښ ندی او په وینا یې، که د امریکا ملاتړ نه وای نو اسراییل به شتون نه درلود.
بل لور ته، د جي-۷ مشرانو که څه هم د ۳۰۰ ملیارد ډالري بیارغونې د فنډ هرکلی کړی، خو اعلان یې وکړ چې د هرمز پر تنګي د نړۍ د انرژۍ د وابستګۍ د کمولو لپاره به د تېلو او ګازو د لېږد نوي او بدیل سوداګریز مسیرونه رامنځته کړي.
د هرمز تنګي د پرانیستلو او د ایران د تېلو پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د لیرې کېدو له امله، په نړیوالو بازارونو کې د برنټ ډوله تېلو بیه له ۸۰ ډالرو څخه هم ښکته راغلې چې د دې جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
